دوشنبه , 29 اپریل 2024

څنګه رواني اختلالات درک کړو؟

دا ستونزمنه خبره ده چې پوه شو څوګ رواني ستونزه لري او څوګ په رواني ناروغۍ اخته دی؟ نو د همدې امله د ټولو ډاکټرانو ګډه تږلاره د دې پوښتنو ځوابولو لپاره د امریکا د رواني ناروغیو د څيړنو پنځمه دوره انجمن دی. دې انجمن ته په مخفف شکل (ډي، ایس، ایم پنځه) هم ویل کیږي.
په اصل کې دا یوه تږلاره ده چې موږ ته یې ځانګړي معیارونه راکړي تر څو د هغوی په رڼا کې وشو کولای د تشخیص علایم، د ناروغیو او اختلالاتو اړیکې او اسانه درملنه درک کړو.
په یاد مو وي چې دا د ډاکټرانو دنده ده تر څو د دې تږلارې په رڼا کې د یو ناروغ د ستونزې تشخیص وکړي. هر عام انسان کولای شي چې د ناروغیو نښې له دې تږلارې زده کړي خو هیڅکله دا اجازه نلري چې ځان یا نورو ته د معتبره طبي سند د درلودو په نشتون کې د رواني خطاب یا د درملنې توصیه وکړي.
ان ارواه پوهان هم باید په دې برخه کې د طبي معتبره اسنادو درلودونکي ډاکټر سره مشوره وکړي.