موږ ډېری داسي فکر کوو چي د ژوند په هره شېبه کي د خوشحاله اوسېدو له پاره باید خپل عادي عادتونه تغییر کړو او يا خو ښې ډېري پیسې ولرو. اصلي خبره دا نه ده چي موږ دي په ژوند کي د خوشحاله اوسېدو له پاره کافي دلایل ونه لرو، اصلي خبره دا ده چي له ژوند د خوند اخیستلو چل زده کړو. دا موضوعات خپله یو فن او هنر دئ او زده کول ئې د بل هر مهارت په شان تمرین او تداوم ته اړتیا لري. په اوسمهال کي، تر ټولو ډېر چي له ژوند د خوند اخیستلو په موخه ورته اړتیا ده، هغه کابو زموږ ټولو سره سته او اصلي خبره له ژوند په خوند اخیستلو کي، زموږ د لومړیتوبونو روش او شېوه ده. راځئ له ځانو وپوښتو: څنګه کولای سو چي له ژوند خوند واخلو؟ او بیا داسي جواب ورکړو: له ژونده د خوند اخیستلو په موخه باید د کارونو د لومړیتوب ورکولو وړتیا د هغوی د اهمیت د کچې پر اساس ترلاسه کړو.
څنګه له ژونده خوند واخلو؟
ډېری کسان هر وخت په دې لټه کي وي چي له ژوند خوند واخلي او د خوشحالۍ د احساس لرلو له پاره بېلابېلي لاري ازمويي. موږ په دې لیکنه کي له ژونده د خوند اخیستلو له پاره ۲۵ آسانه و ساده لاري چاري درته وړاندي کړي دي. نو د خوشحاله اوسېدو او له ژوند د خوند اخیستلو له پاره باید له همدې نن څخه پیل وکړو او وخت له لاسه ورنکړو.
-1پر خپلو ځانو تمرکز وکړو
-2استراحت ته پام وکړو؛ او خاص وخت ورته وقف کړو
-3له پېښو و خبرونو لېري اوسو
-4خپلي مثبتي اړیکي وغځوو؛ پراخي کړو
-5د نوو کسانو سره ووینو
-6نوي ځایونه کشف کړو
-7خپلي هیلي و آرزوګاني مو په یوه نوملړ کي ولیکئ
-8د خپلو آرزوګانو و خوبونو د رښتیا کېدو په لټه کي اوسو
-9له خپلو پیسو څخه د نوو تجربو په ترلاسه کولو کي ولګوو
-10 خپل بېکاره سامان آلات لېري کړو
-11منني او تشکرۍ ته خاص وخت ورکړو
-12 د خپل وخت د ضایع کېدو سببونه وڅېړو
-13خپل انتخابونه په پوهېدلي ډول وکړو
-14 د خپلي فردي توسعې و پرمختګ له پاره هلي ځلي وکړو
-15 باید په یاد ولرو چي هر احساس تېرېدونکی دئ
-16 د خپلو بریالیتوبونو په ویاړ جشنونه ونیسو
17 له کوچنیو پېښو او معمولي شېبو هم خوند واخلو
-18 ذهن و دماغ پېژندل تمرین کړو
-19 له کور دباندي په تفرېح و چکر ولاړ سو
-20 خپل نظر په پوره صراحت سره څرګند کړو
-21د خوښۍ لحظې مو ثبت کړو
-22 فعال اوسو
-23 زدکړي ته ادامه ورکړو
-24 د مهربانۍ تمرین وکړو
-25 داوطلبانه او انسان خوښ فعالیتونه ترسره کړو
په داوطلبانه و انسان خوښو فعالیتونو کي حضور او ونډه اخیستل، زموږ ژوند ته معنا و مفهوم ورکوي. یو شمېر داوطلبانه فعالیتونه، سره له دې چي هومره جالب و په زړه پوري هم نه وي، خو بیا هم په موږ کي د خوشحالۍ احساس راپیداکېدو سبب کېږي او همدا موضوع زموږ سره مرسته کوي چي له ژونده لا زیات خوند واخلو.
کاپي