څنګه لېږل شوی ايميل بيرته راو ګرځوو؟!!

نور احمد عايل

ایا تر اوسه کله داسې شوي دي چې يو ايميل مو يو چا ته لېږه او هغه بل چاته لېږل شوی وي؟ اويا هم ستاسې د ايمیلونو په ليست کې دوه يا څو کسان په يوه نامه وي ، ددې لپاره چې لېږل شوی برېښناليک بيرته څنګه راوګرځوو نو لاندې چاره عملي کړئ . خو په ياد مو وي چې د اسانتيا يوازې د هغو کسانو لپاره ده چې د جيميل Gmail څخه یې برېښناليک لېږلی وي.

لاندې لارښوونې عملي کړئ:

د خپل جيميلGmail برېښناليک ته ننوځئ

کله چې ايميل ته ننوتئ په هغه څرخکي علامه (Settings) به کليک وکړئ!

بیا په د General تڼۍ کېکاږئ

په دې کې لږ ښکته راشئ او Undo Send پيدا کړئ ، هغه ته مخامخ Enable Undo Send په څنګ کې مربع شکله کوټه ټيک مارک کړئ او ثانيې ورته وټاکئ چې له (۵ ثانيو څخه تر ۳۰ ثانيو پورې) وخت لري تاسې یې ورته وټاکئ چې په څومره وخت کې خپل ايميل بيرته راوګرځوئ.

بيا ښکته راشئ اخر ته راشئ او Save Changes تڼۍ کليک کړئ ،لږ صبر وکړئ

نو له دې وروسته چې کله برېښناليک لېږئ د Send تڼۍ له کېکاږلو وروسته چې کوم پيغام Your message has been sent راځي ددې څنګ ته به د Undo عبارت هم ليکلی وي ، چې د هغې په کليک کولو سره به برېښناليک بيرته راوګرځي اود بيا برېښناليک ليکلو پاڼې ته به ولاړ شي.

 

خو بايد ياده مو وي چې Undo يوازې تر۳۰ ثانيو لپاره کار کوي او له ۳۰ ثانيو وروسته د Undo عبارت ورک کېږي او له هغه وروسته بیا د برېښناليک د راګرځولو چاره ناممکنه ده.