څنګه نوښتګر و اوسو؟

ژباړه: امان الله«حنیفي»

دا یو واقعیت دی چې نوي او خلاق فکرونه مو ډېری وخت له نورو سلګونه ګامه مخکې کوي.

که فکر کوی چې تاسې نوی او خلاق فکر نه لری، یا نه شی کولای چې تاسې یو خلاق کس و اوسی، باید پوه شی چې ډېره هڅه کول، هغه مهارت دی چې تاسې خلاقیت ته هڅوي.

نوښت سخت نه دی، هغه په اسانه او ساده لار سره رامنځته کېږي.

که داسې ملګری لری چې هغه نوښتګر فکر لري، د (څنګه) کلمې په پوښتلو سره له هغه سره ملګري شی او ترې وپوښتی، څنګه په خپلو کارونو کې مثبت نوښت وکړم؟ یا څنګه تاسې په خلاق اوسېدو بریالی شوی؟

هرڅوک غواړي خلاق او له نورو نوښتګر و اوسي، خو څنګه وکولای شي؟ په همدې مقاله دا لارې چارې درښیو:

۱ – ۳۰ دایرې رسم کړئ

دا کار هغه وخت سرته ورسوئ چې کله له کاره ستړي او خسته وی.

د دغه کار په سرته رسولو سره کولای شی د خپل نوښت او خلاق اوسېدو کچه لوړه کړی.

د کاغذ پر مخ ۳۰ دایرې رسم کړئ. په یوه دقیقه کې تر هغې چې مو له وسه کېږي، دا دایرې په مختلفو شکلونو بدلې کړئ.

دا کار په وار وار سرته ورسوئ او هر ځل دا هڅه وکړئ چې نوی او له مخکینې یې په ښه ډول جوړ کړی.

دا کار له تاسې سره مرسته کولای شي چې نوی او د تېر په څېر له هغه ښه فکر وکړی. نوی شکل رامنځته کړئ، پرته له دې چې د هغه له ازمویلو صرف نظر وکړی.

۲-  کله چې وخت پيدا کوی، ساده انځورګري وکړئ.

انځورونه، معمولاً په ماشوموالي کې د وخت تېرولو یا ساتېرۍ لپاره رسمېږي. دا کار حتی په لویوالي کې هم د نوښت سبب کېږي.

دا کار له چاپېریال، خلکو او له هغوی سره د ارتباط پيداکېدو سبب کېږي.

انځورونه رسمول، د دې باعث کېږي چې له خپلو فعالیتونو سره ټینګي اړيکي جوړې کړی.

څومره چې د چاپېریال په اړه ستاسې انځور رسمونه پياوړې وي، هغومره به نوښتګر هم وی.

کله چې د خپلو کړنو په اړه فکر کوی او ذهن مو له اصلي موضوع اوړي، دا وخت انځورونه رسم کړئ.

د بېلګې په ډول، کله چې په یوه کاري جلسه کې ستاسې فکر یوخوا بل خوا مصروفېږي، دا وخت د کاغذ پر مخ ساده او اسانه انځورونه رسم کړئ.

کوښښ وکړئ چې له ځان سره یوه وړه د یاداښت کتابچه ولری، کله چې د ناارامۍ احساس کوی، ساده او اسانه اځورونه رسم کړئ. په وار وار د دغه کار سرته رسول مو تمرکز  راټولوي او په ټاکلې موضوع کې مو نوښت ته هڅوي.

۳-  کیسه ګۍ ولیکئ

کیسه ګۍ معمولاً هغه وړ داستان دی چې له سلو کلمو نه اوړي. د کیسه ګۍ لیکل ستاسې نوښت زیاتوي، ځکه دا تاسې مجبوروي چې په کمو کلمو، کم وخت او اسانه ډول يو ښه مطلب نورو ته ورسوی.

ډېرې انلاین ډلې شته چې هلته خلک لنډ داستانونه خپروي. کولای شی هلته ګډون وکړی او خپله وړتیا وښيئ او حتی له نورو سره سیالۍ هم وکړی.

۴-  په خپل لاس یوڅه جوړ کړئ

کله چې د نویو شیانو او وسایلو د جوړولو لپاره له خپلو لاسونو کار اخلی، دا وخت خپل ټول حواس په کار اچوی.

دا د همدې لامل کېږي چې تاسې د دغه کار په اړه نوی او خلاق فکر وکړی. که غواړی چې نوښتګر کس واوسی، هنري کارونه تعقیب کړئ، داسې چې هغه په خپله سرته ورسوی.

د بېلګې په ډول، اوبدل، خیاطي او یا هم نور لاسي وسایل چې خوښېږي مو تعقیب یې کړئ. دا کار به مو خلاق او نوښتګر اموخته کړي.

۵-  ويډیویي لوبې وکړئ

د ویډیويي لوبو کول، د ذهن په خلاق اوسېدو او د لا نورو مهارتونو په زده کولو کې ډېره مرسته کوي.

هغه لوبې چې حواس پکې بوخت ساتل کېږي، په نوښت او اسانه سرته رسولو کې لا ډېره مرسته کوي. له هغو لوبو چې ډېر وخت کېناستو ته اړتیا لري، ځانونه وساتئ. خو یوه څه ته مو باید پام وي، داسې نه چې تاسې ټول وخت د ويډیویي لوبو کولو ته ورکړی، دا کار هغه وخت سرته ورسوی چې له کاره وزګار وی.

۶-  ډېره مطالعه وکړئ

کتاب لوستل ذهن ته د لا ډېر پرورش ورکولو تر ټولو ښه او کامیابه لار ده. په دوامداره ډول د کتاب لوستو عادت مو ځان کې پياوړی کړئ. په هره برخه کې مطالعه وکړئ او د بېلابېلو سبکونو لرونکو لیکوالانو کتابونه ولولئ. داسې نه چې تاسې بیا د همغو لیکوالانو د سبک تقلید وکړی، تاسې هغه یوازې د ځان لپاره الګو او نمونه وټاکئ، نور بیا خپله نوښت وکړی او له هغوی بېله لار ځان ته وټاکئ.

د دې لپاره چې لا نوښتګر او خلاق و اوسی، هر ورځ مطالعه وکړئ.

په ګروپي مطالعه کې ګډون وکړئ، دا مو مطالعې، د کتاب انتخاب او سیالۍ ته هڅوي.

کور ته مو له نږدې کتابخانې سره ملګري شئ. په دې سره تاسې کولای شی د پيسو له خرچ پرته ډېرو معلوماتو ته لاسرسی پيداکړی.