څنګه وکولای شو په کم وخت کې ‌ډیره مطالعه وکړو؟

ژباړه: شاهدالله  رحیمي

دوه اونۍ وړاندې مو د پوهنتون فاینل ازموینې وې، د ځینو ستونزې له امله مې د سمستر په جریان کې درس ونشو لوستلای، نو ډیره برخه یې د ازموینې شپې ته پاتې وه، هماغه وو چې وخت مې کم درلود او درس ‌ډیر چې په سختۍ سره مې وکولای شول لدې ستونزې ووځم. تر هغې وروسته مې په انټرنیټ کې ددې ستونزې د حل لپاره پلټنه وکړه چې دغه مقاله مې مخې ته راغله او ومې غوښتل ویې ژباړم تر څو زه او تاسې په آینده کې ګټه ورڅخه واخلو.

که چیرته تاسې کم وخت لرئ او ډیر درس درته پاتې وي نو لاندې لس میتودونه مرسته درسره کولای شي.

۱. د درس اړوند تدریسي مواد او معلومات مو پوره کړئ:

د خپل وخت د کنټرولو لپاره له ښوو طریقو څخه یوه دا هم ده چې هغه مواد او معلومات چې د درس ویلو پر مهال مو اړتیا ورته پیدا کیږي مخکې له مخکې يې پوره کړئ. پدې کار سره به مو د مطالعې پر مهال د خنډونو او ځنډونو مخه نیولي وي. مثلاً د تاریخ استاد تاسې ته له دریو درسي لارښودونو درس درکړی، سلایډ، کتاب او چپټر، اوس چې تاسې ددې مضمون لپاره درس وایئ نو اړ یاست چې دغه د اړتیا وړ مواد او معلومات پوره کړئ، تر څو د درس په جریان کې مو خنډ او ځنډ واقع نشي.

تر څنګ یې د لارښود استاد لخوا د ازموینې په تړاو ورکړل شوي معلومات هم پیدا کړئ، وروسته له دې چې دغه اړین معلومات او مواد لکه: ( کتابونه، لکچر نوټونه، سلایډونه او نور کومک کوونکي معلومات) مو پیدا کړل، دا ټول سره یو ځای کړئ.

لدې هر څه سره تاسې اړ یاست چې هغه ټولګیوال مو هم پیدا کړئ څوک چې ښه او بشپړ نوټونه لري، تر څو وکولای شئ د هغه په وسیله د خپلو نوټونو نیمګړتیاوې بشپړې کړئ.

۲. مهم موضوعات معلوم کړئ:

دا چې تاسې ډیر کم وخت لرئ، نو نشئ کولای چې هره موضوع تفصیلي ولولئ، ښه داده چې مهم او اړین موضوعات چې په ټولګي کې استاد تاکیئد پرې کړی وي او تاسې ته هم اړینه وه ایسي هماغه په نښه کړئ او په یادولو یې پيل وکړئ.

که تاسې هره موضوع په تفصیلي بڼه ولولئ، نو ډیر به ستومانه شئ . د ډیرو مهمو موضوعاتو تفصیلي نه لوستل تاسې سره د ښو نمرو په اخیستلو کې ونډه اخلي.

۳. د تیرو ازموینو سوالونه پیدا کړئ:

که چيرته ممکنه وي چې د تیرو ازموینو سوالونه پیدا کړئ، نو دا کار هم له تاسې سره مرسته کولای شي. که څه هم ستاسې استاد به د سوالونه ډیرې برخې ته بدلون ورکوي، خو یو یا دوه سوالونه به داسې هم وي چې پدې ازموینه کې ورته ځای ورکړي. ددې ترڅنګ د تیرو ازموینو سوالونه له تاسې سره د مهمو عنوانو په پیژندلو کې هم مرسته کوي، تاسې کولای شئ مهم موضوعات لومړی زده کړئ او وروسته که مو وخت درلود نو پاتې موضوعات هم په تفصیلي ډول لوستلی شئ.

۴. سخت موضوعات د ورځې په پیل کې ولولئ:

عموماً د انسان مغز د ورځې په لومړۍ برخه کې یعنې کله چې له خوبه بیدار شي، ښه فعالیت کوي. نو پدې وخت کې تاسې اړ یاست چې هغه موضوعات کوم چې د نورو په پرتله ستونزمن او سخت دي ولولئ.

ددې ډول موضوعاتو د یادولو لپاره دا ښه وخت په دې دی چې تاسې ټوله شپه ارام کړی وي او له انرژۍ سره له خوبه بیدار شوي یئ، د شپې ناوخته د درس لوستل بې فایدې په دې دي چې یو خو د درس د لوستلو له امله ستړي یاست او بل د ورځني کارونو له وجې.

۵. یو (نه مزاحمت کوونکی) ځای پیدا کړئ:

داسې ځای ته لاړ شئ چې له خلکو او شوره لرې وي، کوم چې تاسې له مطالعې څخه باسي، په کور یا خپل اطاق کې مطالعه هم د مزاحمت وړ ده، ښه ده چې یو ښه او ارام چاپیریال لکه یو کتابتون، یا ارام کافي شاپ ته ولاړ شئ.

له ځان سره یواځې د اړتیا وړ شیان واخلئ، او په خواکې مو یوه وړه قاغذي لوحه چې (مزاحمت مه کوئ!) پرې لیکل شوي وي کیږدئ.

که په کور کې مطالعه کوئ نو ټلویزیون مو باید بند وي، موبایل مو له ځان څخه لرې کیږدئ، ټولنیزې رسنۍ مه کاروئ، خپل موبایل او کمپیوټر په اضافي وخت کې وکاروئ، تاسې کولای شئ ټولنیزې رسنۍ وروسته هم وکاروئ خو ازموینه بیا وروسته نشئ ورکولای.

۶. د هرې موضوع یو لنډ عنوان په یوه ورقه کې ولیکئ:

ځیني کتابونه د پیل په پاڼو کې ښه فهرستونه لري چې هغه هم له تاسې سره مرسته کولای شي، خو تاسې کولای شئ په خپله خوښه د هرې موضوع لپاره داسې عنوانونه وټاکئ چې په کتلو سره یې د موضوع اړوند ټول معلومات ستاسې ذهن ته راشي، وروسته تر دې چې د هرې موضوع لپاره مو لنډ عنوانونه وټاکل، بیا دغه عنوانونه په یوه سپینه ورقه کې ولیکئ، اوس نو تاسې کولای شئ چې ټول کتاب یا نوټ له یوې ورقې زده کړئ، هر عنوان ته د کتلو پر وخت تاسې ته د هغې اړونده موضوع په تړاو معلومات ذهن ته درځي. چې په دې کار سره کولای شئ د وخت د اضافي لګښت څخه هم مخه ونیسئ.

تر څنګ يې کوچني کوچني فلش کارډونه هم جوړ کړئ، د فلش کارټ په یو مخ یو سوال او په بل مخ يې د همدې سوال، ځواب ولیکئ. ټول کتاب سوال او ځواب کړئ او فلش کارډونه ترې جوړ کړئ، له ځانه سوال کوئ او د فلش کارډ بل مخ ګورئ چې زده مو دی که نه؟!…

که تاسې له خپل ملګري سره یو ځای مطالعه کوئ نو تر درس وروسته له یو بل څخه پوښتنې هم مفیدي تمامیږي.

پورتنی میتود د نورو په پرتله ډیر وخت نیسي خو ګټه يې هم ډیره ده او کولای شي تاسې د بریا تر پوړیو ورسوي.

۷. د درس لوستلو میتود ته تغیر ورکړئ:

که تاسې ډیره مطالعه کوئ او بیا هم پوهیږئ چې څه مو نه دي زده شوي نو د لوستلو بڼې ته مو تغیر ورکړئ، مثلاً لومړی مو په ډير ټيټ اواز مطالعه کوله، اوس یې لږ په لوړ غږ کوئ، مخکې مو په اطاق کې درس لوسته اوس یې بیرون لولئ. یا مو یوازې مطالعه کوله اوس یې له یو ملګري یا ټولګیوال سره یو ځای کوئ.

۸. خوب وکړئ:

ډیری خلک د ازموینې په شپه تر ناوخته ویخ او درس وايي، خو دا نشي کولای چې تاسې سره په ازموینه کې مرسته وکړئ. یو ښه امتحان ورکونکی هغه دی چې په ارام مغز امتحان ورکړي. ستاسې دماغ د زده کړې تر څنګ ارام ته هم اړتیا لري، کافي او د خوب تښتولو ګولۍ هغه څه دي چې بعضې وګړي يې د ازموینو پر مهال کاروي خو دا هر څه د خوب د ارمتیا ځای نشي نیولی.

۹: ډیر مایعات وڅکئ او خواړه وخورئ:

کله چې تاسې مطالعه کوئ د بدن یو اندازه انرژي مو په مصرف رسیږي، تاسې اړ یاست چې هغه پوره کړئ، د ازموینې پر مهال د ولږې احساس ستاسې زده شیان هیروي.

۱۰: ستوماني وباسئ:

که څه هم د امتحان لپاره ورستني وختونه فشار راوړنکي وي، خو اجازه ورته مه ورکوئ چې تاسې پرېشانه کړي.

همدا راز د درس په جریان کې لنډې وقفې وکړئ، که څه تاسې ته پدې مهال کې وخت ډیر ارزښت لري خو د وقفو اخیستل له تاسې سره د درس په ښه یادولو کې ډیره ونډه اخلي. ۳۰ دقیقې یو څه ته په زیر سره کتل ستاسې د سترګو توازن له لاسه ورکوي، نو هر نیم ساعت کې ۵ دقیقې وقفه مفیده تمامیږي.