څنګه پوهېږئ چې یو څوک دروغ وايي؟

د یوه چا دروغ څرنګه معلوموئ؟ ارواپوه پروفیسر ریچارډ وایزمن د دروغ ویلو د نښو موندلو لپاره یوه څېړنه کړې او په زړه پورې پایله یې ترلاسه کړې.

هغه د دروغجنو کسانو د معلومولو له پاره سپارښتنې کړې:

څنګه پوهېږئ چې یو څوک دروغ وايي؟

د ریچارډ هغه څیړنه چې په لومړي ځل ګڼ کسانو په کې ګډون وکړ د مېګا لب ریښتیا موندنې ازموینه وه چې خبریال رابين ډې په کې د خپلې خوښې فلم په اړه دوه ځل غږېږي.

هغه په لومړي ځل رښتیا وايي خو د دويم ځل لپاره دروغ. دواړه فلمونه په ژوندۍ بڼه خپاره شول او له نندارچیانو وغوښتل شول چې اړیکه ونیسي او اټکل دې وکړي چې په دې فلمونو کې کوم یو رښتیا وايي.

مایکل کوهن: ټرمپ رانه وغوښتل چې درواغ ووایم

انسانان ولې درواغ وايي؟

په دې ډول ښاغلي ریچارډ او څېړنیزې ډلې يې هغه نښې وموندلې چې له مخې یې دروغجن پیژندل کېږي.

دروغ ویونکو ته مه ګورئ،غږ یې واورئ

دا په ډاګه شوه چې خلک دروغ هغه وخت ښه تشخیصولی شي چې یو غږیز کلیپ واوري او یا ليکلي ولولي. هغوی چې پروګرام یې د تلویزیون له پردې ولید په سختۍ وتوانېدل دروغ ومومي، ځکه د لیدلو نښې او هغه څه چې مونږ احساسوو پام مو بله خوا کوي او ماهر دروغ ویونکي خپلې اشارې تر اواز ښې کنترولوي.

دا په ډاګه شوه چې خلک دروغ هغه وخت ښه تشخیصولی شي

نو که غواړئ دروغ ویونکي وپیژنئ هغه ته مه ګورئ. هغه څه چې وايي غوږ ورته ونیسئ چې څنګه یې بیانوي. که غواړئ له دروغو د ريښتیاوو توپیر وکړئ له تلویزیون او ویډیو راډیو ته نژدې شئ.

د شخصي مآخذونو حذف کولو په اړه پام کوئ

کله چې خلک دروغ وايي شخصي ماخذونه مخې مخې ته کوي لکه ماته، زما، زه او زه یې.

دروغ ویونکي لږ غږېږي

د دې له پاره چې ګیر نه شي لږ خبرې کوي. هغه مهال چې رابين ډي درواغ وویل د رښتیا ویلو د مهال پرتله یې لږې خبرې وکړې.

له پوښتنو وروسته ځنډ ته پام وکړئ

کله چې خلک دروغ وايي ځواب یې ځنډنی وي یانې کله چې پوښتل کېږي د پوښتنې او ځواب ترمنځ واټن وي.

دروغ ویونکي ډېر لږ احساساتي او غوسه کېږي

په دروغ ویلو کې یې نرمښت او احساس کم وي.

خپلو خواخوږو او نژدې کسانو ته زیات پام وکړئ

دا خواشينوونکې ده خو ریچارډ موندلې چې زموږ خواخوږي او موږ ته نژدې کسان ښايي له نورو ډېر موږ تېرباسي.

هغوی چې له شلو کالو راهیسې سره ملګري دي په ډېر ډاډ د مقابل لوري دروغ پېژندلی شي، خو په حقیقت کې يې په تشخیص کې ډېر کمزوري دي. څومره چې ډېر یو څوک وپېژنئ هومره په آسانۍ دروغ درته ویلی شي چې تاسې هېڅ پرې پوه نه شئ.

کاپي…