څنګه کورنۍ ستونزې حل کړو؟

زموږ څخه ډیري کورنۍ ستونزې لري. کورنۍ ستونزې ډيري دردوونکې وي؛ په هر حال ځیني لاري، طریقي شته چې کورنۍ ستونزې ختمي کړي او یوه آرامه فضاء رامنځته کړي. ژوند د هغه منفي نظرونو لپاره ډیر لنډ دی چې د کورنۍ د غړو لپاره یی ضایع کوی.

 

دا چې تاسو د کورنۍ د غړو په مقابل کې کوم عکس العمل او برخورد ښیاست او همدارنګه ستاسو هره خبره توپیر لرلای شي.

 

۱. د کورنۍ ستونزو بحث هغه وخت پیل کړی چې په غوسه نه اوسی:

کورنۍ ستونزې ډیري دردوونکې وي، په خاصه توګه د کار د رخصتیو په ورځو کې چې زیاتره خلک په کورونو کې پاتېږي.

 

کچېري د کورنۍ غړي مو دلایل وایی نو تر هغو صبر وکړی چې هر یو یی خاموشه کېږي؛ دا به دلایل له ګرمي فضاء څخه نسبتاً آرام کړي.

 

تر څو پوري چې مو غوسه نه وي تللي په هیڅ صورت بحث مه پیلوی، کچیري تر یوه جنجال وروسته فقط یوه شپه هم چپ پاته شی نو دا به د ټولو منفي احساسات کم کړي که څه هم تاسو لا خپه اوسئ.

صبر او انتظار ستاسو سره مرسته کوي چې د احساساتي پرېکړي پر ځای له منطق او عقل څخه کار واخلی.

د یو چا په وړاندي ژر عکس العمل ښودل ددي لامل کېږي چې حالات؛ کوم چې له مخکې څخه خراب وو لا پسي بدتر سي.

ددي لپاره چې بحث سبا پیل کړی؛ د نه انتظار کولو هیڅ لامل نشته، نو ځان مو کنټرول کړی.

۲. کورنۍ ستونزې مخامخ حل کړی:

موږ کله نا کله داسي کوو چې د ستونزې یا لانجي د حل لپاره مقابل لوري ته پیغام یا ایمیل لېږو خو د افهام او تفهیم دا وسیله په داسي حالاتو کې یو ښه انتخاب نه دی، ځکه یو خراب پیغام ستونزه ډیر خراب لوري ته وړلای سي.

 

یو په یو؛ مخامخ بحث ددي سبب کېږي چې د مقابل لوري خبري او دلایل هم په ښه ډول واوری.

 

دا ځکه چې یو لغات یا کوچنی جمله په لیکلي ډول کیدای سي تاسو په یوه احساس ورلېږلي وي او مقابل کس هغه بل ډول تعبیر کړي وي.

د پیغام لېږلو څخه ښه لاره د موبایل له لاري خبري کول او تر دي هم ښه لاره دا ده چې د مخامخ خبرو لپاره آمادګي ونیسو.

الکترونیکې اړیکې په دي دلیل هم نه دي ښه چې تاسو مقابل لوري ته هغه څه ویلای سی چې مخامخ یی نسی ورته ویلای.

۳. د ټولو غلطی ومنی؛ د ځان په شمول

یوه پخوانی اصطلاح ده یا متل ورته ویلای سو؛ وایی چې وینه تر اوبو کلکه (سخته) ده.

 

تاسو د ملګرو څخه چاره لرلای سی خو د کورنۍ د غړو څخه نه. هو کیدای سي د کورنۍ د غړو څخه د څه وخت لپاره خپګان هم وزغمی خو د وخت په تیریدو سره نور درد درکولای سي.

 

په دي پوهیدل چې د کورنۍ هر غړی غلطي کولای سي مګر تاسو بیا هم له هغه سره مینه کوی؛ د غټو ستونزو د حل لپاره لومړی ګام دی.

هڅه وکړی چې پوه سی ولي مقابل شخص دا کار وکړی؟ کیدای سي دا په اصل کې ستاسو د کومي تیروتني په وړاندي عکس العمل وي.

خپله غلطي هم ومنی: کله یی چې مستحق یاست نو ځیني غلطی قبولي کړی او شوه راوړی. هڅه وکړی چې کورنیو موضوعاتو ته فقط د صحیح او غلط په نظر ونه ګوری یعني دا چې په یوه موضوع کې به یو کس مکمل صحیح وي او بل کس به مکمل غلط؛ بلکه د منځ لاره یی غوره کړی.

دا به یو ډیر حیراوونکی او ښه حل وي چې د بخښني غوښتلو لپاره وار مخکې کړی، که څه هم تاسو په رښتیا پوهیږی چې کوم غلط څه مو نه دي کړي. داسي یو څه ووایاست لکه: “زه پوهېږم تاسو خپه یاست، دا زما لپاره هم سخته ده، زه بخښنه غواړم، په رښتیا غواړم دا ستونزه حل کړم؛ نو هیله کوم پوه سم زه په دي اړه څه کولای سم”، په دي ډول که مقابل شخص لا هم لګیا اوسي لږ تر لږه تاسو خپل ځان ته ډاډ او آرام ورکولای سی چې سمه لار مو غوره کړي ده.

۴. تورونه لګول پرېږده:

هرکله چې د کورنۍ د غړو سره خبري کوی خپله ژبه مو په مثبته طریقه وکاروی. له هغه لهجي کارولو څخه ډډه وکړی چې په کورنۍ کې مو پر یوه معلوم کس یو کوچنی نیوکه وي یا منفي لوری او احساس ولري. منفي والی یوه خطرناکه دایره ده.

 

دا په دي معنی چې د پریکړه کوونکو کلیمو او اصطلاحګانو کارولو او همدارنګه که مقابل کس تر تاسو مشر اوسي هغه ته په اصلي نامه ویلو څخه ډډه وکړو.

همدارنګه په لوړ او قهرجن آواز خبري کول ددي لامل کېږی چې مقابل کس د خپل نوبت لپاره آمادګي ونیسي او خپل د ځان د دفاع لپاره بحث لا خراب لوري ته یوسي.

د هغه اړتیا د پیښیدو مخه ونیسی چې د کورنیو ستونزو په صورت کې تاسو دلایل وګټي. ددي پر ځای د ستونزې د حل لپاره د یوه پر ځای دوه یا څو حل لاري په نظر کې ونیسی.

د ستونزې د حل لپاره په ګډه یو پلان پر مخ یوسی، وروسته پر داسي فعالیتونو او چانسونو برابرولو توجه وکړی چې په ګډه خوند تري واخلی.

خپل ږغ مو کرار وساتی؛ نه لوړ او نه د خپګان په ډول، په آرام او میتودي ډول خپل ټکې بیان کړی.

هڅه وکړه د دلایلو فضاء په سوله ییزو څرګندونو سړه کړی لکه: “زه ستا په ستونزه پوهېږم، ستا ټکې ته مي پام دی” او داسي نور….

۵. د کورنۍ هغه غړو ته بخښنه وکړی چا چې تاسو غلط ثابت کړي یاست:

داسي کول یو ډیر ستونزمن کار دی. دا ډیره سخته ده چې یو کس یا د کورنۍ یو غړۍ وبخښو چې زموږ په فکر غلط یی ثابت کړي وو. د کورنۍ د غړو سره دا احساسات نور هم ژور کیدای سي.

 

په هر حال؛ په دوامداره ډول بخښنه کول اصلاً د بحث له خوړونکې طبیعت څخه ځان آزادول دي.

د کورنۍ د غړو بخښل د تیر هیرولو په معنی دي، تر څو د خپګان او ستریس پرته یوه روغه او له ستونزو خالي آینده جوړه کړی.

د ستونزې دلیل چې هر څه وي کچیري مقابل کس خپله غلطي منلي اوسي ورته ووایاست چې تاسو هغه بخښلی دی.

په یاد ولره چې هر انسان له ځانه پوره نه دی او څه نا څه نیمګړتیاوي لري او د ژوند په سفر کې یو ځای یا بل ځای د بخښني اړمن دی. کیدای سي د ژوند په کومه برخه کې دا کس تاسو اوسی.

کاپي…