څنګه کولای شو د خلکو د خوښې وړ وګرځو او په هوسائۍ له نورو سره اړیکې ټینګې کړو؟

ژباړه او راټولونکی: مصطفی نور

لمړۍ برخه

زمونږ ورځنۍ ژوند ډېر وخت له نورو سره په اړیکو او یوځای والي کې تیریږي. په کور، له کوره د باندې، کار ځای، ټکسي، پلورنځي، درسي ټولګي او نور ځایونو کې ډیر کم خلک دي چې دې نورو څخه ښه، د خلکو زړونو ته نیږدې او نومونه يې د خلکو په ژبه روان دي، همدارنګه تل د نورو د پام وړ ګرځي، بشپړه نفوذ او تاثیرلرونکي دي. ښکلی شخصیت له ښکلا سره توپیر لري، ښکلی شخصیت د پوهې او ناپوهۍ څخه کسبیږي.
دا ډول کسان له نورو سره هیڅ توپیر نه لري؛ لکه دا کس ستوری لري او یا یې مداریتوب زده دی، مګر د یو لړ پوهې او قوانینو په رعایتولو سره یې دا شخصیت جوړ کړی دی، چې همدا قوانین د غوره والي، د نورو د راکښلو او په ذهنونو کې د نفوذ سبب ګرځي. مونږ هم کولی شو له دې ډلۍ څخه واوسو. چې دلته یې ځنې لاملونو ته لنډه کتنه کوو…. ….

۱:لږ خبرې کول: دا په دې مانا نه ده چې خبرې ونه کړو او یا هم چوپتیا غوره کړو، هر چیرته چې خبرو اړتیا وه باید ځان وښیو او سالمه نیوکه وکړو، په ډیره خواشینۍ چې ځنې خلک له لږ خبرو کړولو بل ډول اخیستنه کوي، چې لږ خبرې کړل یعنی هیڅ نه غږیدل او همدا امر دې ټولنې څخه د لرې والي او ګوښه کیدلو لامل ګرځي.
۲: د خبرو له پیل څخه مخکې باید لږ تر لږه دیرش ثانیې فکر وکړو: د خبرو له پیل څخه مخکې فکر کړل که هر څه د خبرو د لږوالي لامل کیږي خو له بې ځایه او تیزو خبرو څخه مخنیوی کوي
حتما مو ځنې خلک لیدلي چې د یو څه په اوریدو یا د کوم سوال وروسته یو څو شیبې چوپتیا غوره کوي او ورسته یې بیانوي، د ده ځواب پیاوړی او ډیر ریښیا وي او بل هیڅ ځای نه ویي یاد شوی. د ځینې خلکو چې څه ذهن ته راځي هغه وايي، بدون له دې چې یوه شیبه یې په اړه فکر وکړي، یعنې په لوړ غږ فکر کړي او ډیر وخت داسې خبرې کوي چې وروسته دی په خپله پښیمانه وي. فکر کول خورا آسانه کار دی خو که چیرې تمرین وکړو

۳: په لوړ غږ خندا ونه کړو: په لوړ غږ خندا د انسان شخصیت تر پوښتنې لاندې وړي
د سینما د مشهور لوبغاړو د شخصي ژوند څخه رانیولې تر لویانو او پوهانو هيڅ یو به ونه وینی چې په لوړ غږ وخاندي.
په لوړ غږ خندل د نورو د پاملرنې وړ ګرځي او نور نه پوهیږي چې ستاسې مطلب څومره د خندا وړ دی او هغوی ستاسو له خندا ناوړه ایستنه کوي.

۴: تل په څیره کې موسکا ولرئ: په یوه وړه موسکا کولی شو د نورو زړونو کې ځای ومومو. هر انسان د نني ماشوم لرونکی دی، همدا ننی ماشوم هر څه ځان ته راکښلی شي، د نني ماشوم اخلاق کټ مټ د ماشوم په شان دي او ښکلي شي ته مثبت عکس العمل ښايي، نو څنګه چې یوه موسکا یو ماشوم ځان ته راکښلی شي، زمونږ زړونه هم جذبولی شي او همدا ډول خندا د څیرې د ښکلي توب سبب کیږي.

۵: د نورو په چارو کې لاسوهنه مکړئ: ډېر وخت به پیښ شوي وي چې موبایل کې خبرې کړی او د خبرو په پای کې یو څوک پوښتنه درنه کړي: څه وايي؟ یا څه شوي؟ ښايي داسې پوښتنو څخه مو بد راغلي وي.
د نورو چارې په مونږ پورې هیڅ اړه نه لري، د نورو په چارو کې لاس وهنه یو شان لرې والی رامنځته کوي او د داسې خلکو پیژندلو نه وروسته نور خلک هم د هغوی تلو راتلو او حتی د مخامخ کیدو څخه ډډه کوي..

۶: ټوکي او شوخ واوسی خو ډیرې لږ ټوکې وکړی: ډیره وړه ټوکه د خفګان سبب کیدای شي، خو کچیرې دا ټوکه د مخکې فکر کړلو، پلان سره څرګنده او یا سرته ورسي، مثلآ کومې ټوکې چې د انسان پر شخصیت باندې وي د شخصیت د وژلو سبب ګرځي، ټوکه که د یوې وړې موسکا په حد کې واوسي ډیره به خوږه وي، ډیرې شوخی او ټوکې ذهني انررژي لږوي او جذابیت له منځه وړي، څکه چې ټوکې په تدریج سره د حرمت پردې څیروي او ورو ورو د بې ډبوالي سبب کیږي، په دې حال موسکا څیرې ته یو ژور جذابیت وربښي.
په موسکا کې دروندوالی او روڼ والی څپې وهي مګر د ډیرې خندا او ټوکو سره د سپکوالي او جذابیت کمښت تړلی دی.

۷:هغه څه چې یې واوسه: دې ناوړه خبرو، درغو او ځان ښودنې څخه لاس واخلو، هغه څه چې یو واوسو، په دې مانا چې ځان تر هغه څه چې یو لوړ ونه ښایو او کوښښ ونکړو په زور د خلکو په زړونو کې ځان ته ځای پیدا کړو.

۸: خپلې ښکاریدنې ته پام وکړو: یو د هغه کړنو څخه چې نور تر اغیزې لاندې راوستای شو، ښه پوښاک، خوږوږمي او ښکلی صورت دی، یقینن هیڅوک نخوښوي له داسې چاسره ناسته پاسته ولري چې د خولې یې بد بوی ځي او له څیرو کالیو سره ګرځي، په عین حال کې پاکيزګي او جوړوالی بې واکه د نورو د راښکلو وړ ګرځي، البته باید دقت وشي چې بې ډوله پوښاک د نورو د راښکلو وړ نکیږي، د کالیو پاکوالی، منظم ویښتان او د خولې خوږ وږمي زړه راکښونکې ده، مګر برسیرن سینګار یوازې د ننې او باندني پوښلو سره نه لنډيږی، مګر ښکلې خبرې، مثبتې جملې، نیک اعمال هم زړه راښکونکي دي.

۹: چوپتیا عادت وګرځوئ: ځنې وګړي فکر کوي، څومره چې ډېر بوخت وي او خبرې وکړي هغومره به د خلکو زړونه ځان ته راوکاږي، مګر داسې نه ده، چوپتیا پر ذهنونو باندې اغیزه لري، د چوپتیا په وخت خپله شاوخوا کې تشیا رامنځته کوو او همدا تشوالی دخلکو زړونه راکښلی شي، دې ته په کتو چوپتیا انسان هوښیار او تجربه لرونکی ښايي او د صمیمیت یوه ښه لاره ده، البته په ځان باور نه لرل او ډار د راکښنې د لږوالي سبب کیږي، همدارنګه نرم او خوږې خبرې وکړو، ځکه چې چیغې وهل، غالمغال، په لوړ غږ خبرې کړل او عصبي اوسیدل په خلکو کې د اعتماد له منځه وړلو سبب ګرځي،

۱۰: عزتمن کس واوسو: ځان او نورو ته احترام ولرو، په خبرو او کړنو کې بې ادبي له جذابیت څخه ډیر څه کموي، باید ظاهرا سنبال او د ننه پرهیزګار واوسو. د ښه خوی خاوند، پیاوړی او دروند کس بې تردیده د بې ادبانو څخه زړونو کې ژر ځای مومي، توهین کول او لعنت وینه حتا د بد صفته او بی شخصیته خلکو او همداشان سپکاوی، ملنډې وهل، غیبت او بد ویل له احترام سره مخالف دي.

۱۱: په خبرو او کړنو کې هوډمن واوسئ: سست نه اوسیدل او په تصمیمونو باندی تعهد لرل انسان جذاب ښايي، هغه خلک چې قاطع شخصیت ،څرګند دریځ، ټاکلي ارزښتونه او چمتو شوي پروګرامونه لري بلااستثنا جذابه دي، دنورو ناوړه غوښتنو تته (نه) ویل خپله یو جذابیت دی، ځنې خلک ځان له دې او هغې څخه قربانوي او هر منفي او مثبت کار قبولوي، همدارنګه غواړي د نورو په زړونو کې ځای پیدا کړي خو نشي یې کولی، جذابیت یعنی هوډمن اوسیدل په خبرو او کړونو کې

۱۲: په خپلو غریزو او بوالهوسی واکمن واوسئ: د حاکم شخصیت او په بوالهوسیو او غریزو واک لرونکي خلک اختیار لرنکي دي. کوم خلک چې په خپلو جنسي غریزو، ډوډۍ خوړلو او عواطفو باندې مسلط وي معنوي جذابیت لري، اروايي تاثیر لري او مثبت انررژی یې په وجود کې زیاتیږي، کوم کسان چې غریزه لرونکي او پریښودونکي دي، تل خپلو بوالهوسیو ته ځواب نشي ویلی او ونشي کړای ځان کنټرول کړي، خصوصا په خپله ژبه او لید باندې مسلط نه وي، هیڅکله به هغه څه ته لاس رسی ونه مومي چې غواړي یې.