څنګه کولای شو د مطالعې کلتور پیاوړی کړو؟

پورته ذکر شوې موضوع ته مې وروسته له هغه پام شو، او د لیکلو هوډ مې وکړ چې د پکتیکا ولایت په لینکن ښوونیز مرکز او د مېلمه رادیو په ګردي میز خپرونه کې مو د مطالعې او کتاب په ارزښت خبري کولې.

ددې لپاره چې موضوعات مو سره بیل او بغیر له کوم مشوشتیا راسره د موضوع په تړاو تر پایه پاته شوي یاست او د مطالعې د کمښت لاملونه، ستونزي او د حل لاري مو سره بیلي کړې وې هر پړاو یې په دریو برخو کې روښانه کول غواړم.

د مطالعې کمښت او د له منځه تللو علتونه:

د یویشتمي عصري او په ټکنالوجي سمبال انلاین پيړۍ او نړۍ په منځته راتلو سره د ډیرو پرمختګونو سره سم د ژوند په هر ډګر او برخه کې بیلابیل مثبت او منفي بدلونونه ولیدل شول، او له نور هر څه هاخوا د همدغه پرمختګ او ټکنالوجي له وجې په نړۍ کې بیکاري (بې اوزګاري) خپلي وزري په هره ټولنه وغوړولې او کارونه یې په خپله غیږ کې ونیول.

همدارنګه د ژوند د پرمختګ او د ټیکتنالوجي په منځته راتګ سره د ډیری ځوانانو په رویش کې هم دوه۲ ډوله بدلونونه ترسترګو شول، چې له نوموړې ټګنالوجي او د انټرنیټ له انلاین نړۍ څخه مثبت۱ او یا هم منفي۲ ګټه اخیستل په ګوته کولای شو.

د مثال په ډول، یو ځوان او علمي قدر د خپلي پوهي د لوړتیا او د نړي د پوهانو او عالمانو له تازه او نویو، څیړنو، او تجربو څخه د ګټی اخیستني لپاره د ځینو چاپ شویو کتابونو ترڅنګ د انټرنیټ په واسطه څیړنه( Research) شروع کوي او له یادي ټګنالوجي څخه د خپلي پوهي په زیاتوالي او د څیړني په بشپړوالي کې مثبته ګټه اخلي.

بلخوا بیا یو بل ځوان د همدغه ټیکنالوجي څخه د خپل ورځني ژوند د مصروفیت په خاطر یو بل ډول ګټه پورته کوي، لکه په ورته شکل د مطالعې پرځای نوموړی خپل وخت په ټولنیزو رسنیو کې مصروف ساتي او یا هم د نورو کسانو سره په انلاین لوبو(online games) خپل وخت او ځانونه مصروف ساتي چې همدغه مصروفیت د مطالعې کچه ټیټوي او د مطالعې او کتاب ارزښت تر پښو لاندي کوي.

دریم د مطالعې او کتاب د ارزښت د کموالي لوی علت او لامل دادی چې په ټولنه کې مو د سواد، پوهي او علم کچه اوبو وړې.

 

زما په نظر زمونږ او تاسو په ټولنه کې د مطالعې د کلتور نه شتون بل لوی علت له کتاب سره د علاقې نه درلودل، او همدارنګه د استادانو له لوري د زدکوونکي او محصلینو ویده پریښودل، او هغوی دې ته نه مجبورول ترڅو د زدکړي پرمهال د تدریس د کتابونو او یا چپټر ترڅنګ د اړوند مضمونه په تړاو ماخذونه او نورو کتابونه وګوري او ویې لولي.

همدارنګه د علم په ډګر کې د پښتو ژبي ورسته پاتي والی هم ددې سبب کیدای شي چې د ژوند په ټولو برغو او علومو کې دي کاپي او مناسب مواد موجود وي، چې بلاخره د نورو ژبو د نه زدکړي له امله خلک زړه نه ښه کوي چې مطالعه وکړي.

په دې خو پوه شوو چې په ټولنه کې مو د مطالعې او کتاب ارزښت او کلتور ولي له منځه تللی او یا هم ولي یې پرمختګ نه دی کړی، چې په ټولنه کې د سواد د کچې ټیټوالی، د ټیکنالوجي غلط استعمال او له حد نه زیات پکې ځآن مصروفه کول، د تحصیل او یا زدکړي پرمهال د موضوع په تړاو معلومات نه راټولول،په خپله مورنۍ ژبه کې د کاپي موادو او کتابونو نه شتون او همدارنګه د علمي ټولني نه شتون یې لوی علتونه به ګوته شول.

د مطالعې د نه شتون ستونزي:

معلومه خبره ده چې هرکله یوڅه ویده او پرځای پاته شي او یا د ژوند له پرمختګ سره موازي پرمختګ ونکړي نو موجودیت یې له ستونزو سره مخ او یا هم له منځه تلونکی وي.

د مثال په توګه که یوه اوسپینه بغیر له کومي کاروني په خاورو کې وساتل شي نو د وخت په تیریدو سره یې زنګ وي او بلاخره له کاره لویږي او له منځه ځي، چې همدغسي کتاب هم که مطالعه نشي او ګټه ترې وانخیستل شي نو هیڅ ارزښت نه لري چې بیا مو راتلونکي نسلونه د مطالعې په نامه څه پیژني هم نه او نه هم زړه ښه کوي چې مطالعه وکړي.

که په کومه ټولنه کې د کتاب او مطالعې کلتور کمزوری وي نو طبعي دی چې هلته به علمي پرمختګ کمزوری او یا هم په ټپه ولاړ وي.

د مطالعې په نشتون او د کتابي کلتور په نه درلودلو سره د هغې ټولني او خلکو ورکه په برخه کیږي چې کلتور به یې له لاسه ورکړی وي،د خپل قوم له تیر تاریخ څخه او د هیواد له جغرافیوي څرنګوالي څخه به ناخبره پاته وي چې په نتیجه کې به یې د هیواد جغرافیوي بشپړتیا هم تر سوال لاندي وي.

همدارنګه هغه ټولنه چې د مطالعې کلتور یې کمزوری وي نو علمیت یې هم په زاړه حالت شنډ پاته کیږي چې د کلونو په تیریدو سره به د نویو لاسته راوړنو او څیړنو څخه ناخبره پاته وي.

دلته یواځي په پورته ذکر شویو ستونزو بسنه نشوي کولای بلکي د مطالعې نه شتون په زرهاوو نوري ستونزي زیږوي او ټولنه د بدبختي پر لوري رهبري کوي، په هر حال ترې تیریږو او د مطالعې ارزښت ته خپل قلم اړوم.

د مطالعې ارزښت او ګټي:

په انساني ژوند خصوصآ د علم په ډګر کې مطالعه او کتاب ځانګړی ارزښت لري او د نړۍ هر عالم ورته په احترام قایل دي او کتاب د یو رښتیني ملګري په توګه ګڼي.

مطالعه د انسان په ژوند کې د مثبت بدلون ضمانت کوي او تل مطالعه کوونکي ته د انساني نړۍ د تیرو کړنو او لاسته راوړنو نمایندګي په غاړه لري.

د مطالعه کوونکي د علمي کچي په لوړوالي او د هغه په شخصیت جوړونه کې رغنده رول لوبوي.

کتاب او مطالعه د انسان لپاره سالم مصروفیت بلل کیږي، او له ډیرو بیځایه کړنو څخه یې په امن کې ساتي.

مطالعه هر انسان ته ددې لپاره زړورتیا او د خبرو کولو جرعت وربخشي چې د کاپي معلوماتو درلودونکی وي او ځان ورته په هره موضوع برلاسی ښکاري.

له دنیوي ګټو سره سره اخیروي ګټي هم لري، لکه خپل علم او د معلوماتو ذخیره تر نورو رسول او هغوی ته سالمه روزنه ورکول او د اسلام لاري ته سوق کول.

همدارنګه د زیاتي مطالعې درلودل د څیړني په دوران کې هم اسانتیا رامنځته کوي او له زیاتي ستړیا او منډو ترړو دي ژغوري.

له بلي خوا مطالعه او د کتاب لوستل انسان د ښو اخلاقو په جامه سمبالوي او په ټولنه کې د اجتماعي ژوند له تیرو کړو وړو او کارنامو یې خبر ساتي.

څنګه کولای شو د مطالعې او کتاب کلتور ژوندی وساتو؟

که هر څوک خپل وخت قیمتي وګڼي او د خپل ژوند یوه لحظه هم بې ګټي تیره نکړي او د خپل ژوند لپاره یو هدف وټاکي او په خپل ورځني ژوند کې یو ساعت هم مطالعې ته وقف کړي نو زه په دې باوري یم چې د ژوند تر پایه به مو له یوې خوا زیاته مطالعه کړې وي او له بلي خوا به مو په خپل علم او معلوماتو کې زیاتوالی راغلی وي.

که د نوري نړۍ په څیر لومړی خپل ځان جوړ کړو او له کتاب سره مینه پیداکړو نو له برکته به مو ډیری نور هیوادوال هم په دې اند شي چې ګواکې د کتاب لوستل او مطالعه په انساني ژوند کې یو ضرورت دی.

د مکتبونو او پوهنتونونو استادان په ښه ډول سره کولای شي چې دغه دود او کلتور ته وده ورکړي، ځکه که هغوی د درس او تحصیل په دوران کې زدکوونکي او محصلین دې ته مجبور کړي چې د یوې موضوع په اړه معلومات ورکړي نو هر محصل به د درسونو په پای کې له یوې خوا زیاته مطالعه کړې وي او له بلي خوا به د یو عادت په ډول دغه شوق ددوی په زړه کې پاته شی چې مطالعه جاري وساتي.

مدني ډولني هم مسولي دي چې په یاده برخه کې وړ ګام واخلي او دغه کلتور په یو نه یو ډول بیرته ژوندی وساتي.

همدارنګه رسنۍ هم کولای شي چې په دې برخه کې ځانګړې روزنیزي خپروني جوړي کړي او خلکو ته قناعت ورکړي ترڅو یې له مطالعې سره مینه پیدا شي او دې ته وهڅیږي چې مطالعه وکړي.

په پای کې له ټولو هیوادوالو څخه په خورا درنښت هیله کوم چې د خپل ځان د بهبود او پرمختګ لپاره له دومره پریمانه وخت سره سره یوڅه اندازه وخت مطالعې ته وقف کړي او هم په یاده برخه کې خپل ملګري، وروڼه، زامن او ټولګیوال تشویق کړي ترڅو مطالعه وکړي او له کتاب سره خپله مینه زیاته کړي.

خانزاده تراب