څنګه کولای شو چې ډیر څه په کم وخت کې په ښه ډول مطالعه کړو؟

لیکوال : صفي الله سلطاني

ډیر خلک لږ مطالعه کوي، دلیل یې دا وي چې یا وخت نه لري او یا هم ډیر څه په یوه وار نه شي تر لاسه کولای، که تاسو هم له دې جملې خلکو څخه یاست نو لس داسې لاري مو په ګوته کړي چې ډیر څه په لږ وخت کې په ښه ډول ترلاسه او زده کړئ. دا لاري ټولي یواځي د تیزې مطالعې لپاره نه دي بلکې ځینې یې په تقابل کې قرار لري خو که له دې لارو څخه ځیني یې هم عملي شي نو تاسو به د تیزې مطالعې سربیره نورو کارونو او کورنئ ته هم کافي وخت پیداکړئ.

لومړی: د یوه پراګراف یا عبارت یواځي لومړنۍ جمله په دقت سره ووایاست: ښه لیکوالان خپل عبارت په یوې کلیدي جملې سره پیلوي، په دې جمله کې دا روښانه کوي چې دا پراګراف د څه په اړه ده. د لومړۍ جملې په ویلو سره تاسو ته دا څرګندیږي چې په دې پراګراف کې ستاسو مطلوب معلومات شته که نه.

دوهم: که تاسو د ادبیاتو د برخې مطالعه کوئ بیا هم له دې اپشن څخه کار اخیستلای سئ، خو په ادبیاتو کې یوه خبره ده که تاسو نورو پراګراف پریږدئ نو تاسو به هغه جزیات له لاسه ورکړئ کومه چې دا قیصه غني کوي. کله چې په ادبیاتو کې لیکنه په هنري ژبه لیکل سوي یې نو د هر لغت ویل یې خوند کوي.

دریم: د یوه پراګراف تر وروستۍ جملې تیر شئ: د پراګراف وروستئ جمله اغلبا په پراګراف کې د پوښل سویو موادو ارزښت بیانوي او یا هم له له وروستي پراګراف سره د ارتباط په اړه څرګندوني واضیح کوي.

څلورم: عبارات ولولئ: کله چې تاسو اوله جمله تر نظر تیره کړه او پوه سوئ چې په پراګراف کې هغه مالومات دي چې تاسو ارزښت ورکوئ/ غواړئ. نو بیا هم مجبوره نه یاست چې ټول پراګراف ټکي په ټکي ولولئ. سترګي مو په هره لیکه کې وغړوئ او په عبارتونو او کلیدي لغاتونو پورې وګورئ. ستاسو ذهن به په اتومات ډول له مطلوبو مالوماتو ډک شي. ☺

 

پنځم: کوچنۍ کلمې له پامه وغورځوئ: کوچنئ کلمې لکه: او، چې، مي، کې له پامه وغورځوئ، ځکه تاسو په هغو پوهیږئ او اړتیا نه ورته لرئ. فرض کړئ چې مغز مو دا کلمې پرته له کوم شناخته ویني یعني ذهن مه مه پرې مصروفوئ.

شپږم: په کلیدي ټکو پورې وګورئ: کله چې کوم عبارت لولئ نو په مهمو ټکو پسې یې وګورئ. کیدای شې هغه موضوع چې تاسي یې لولئ په مهمو ټکو یې له مخکي خبر یاست بیا نو د همدې ټکو په شاوخوا کې نور مالومات او جزئیات لیږ په دقت سره مطالعه کړئ.

اووم: مهمې خبري د کتاب پر حاشیه کې ولیکلئ: پوهیږم چې موږ ته داسې درس راکړل سوی چې په کتاب کې باید څه وو نه لیکل سي، او د کتاب ځیني برخې باید بکرې پاته شي، خو یو درسي کتاب د مطالعې لپاره وي. که چیرته مو کتاب خپل وي نو مهم شیان یې پر حاشیو کې ولیکئ. که یې په قلم لیکل درته ښه نه ښکارې نو په پنسیل یې ولیکئ لا به ښه راسې، که هغه هم نه کوئ نو هغه کوچني کوچني سریښناک کاغذونه وکاروئ دا به نو تر ټولو ښه سي، په هر کوچني کاغذ کې مهم یاداښت اخلئ او د کتاب په یوه برخه کې یې سریښوئ.

کله چې یې د بیا کتني وخت راشي نو په اسانه توګه یې له همدې کاغذونو څخه لولئ.

اتم:  ټول هغه وسایل وکاروئ چې په اختیار کې درکول کیږي: ټول هغه وسایل چې لیکوال یې وړاندي کوي وکاروئ لکه: لیستونه، نقطې، فرعي کالمونه او نور اضافي شیان په حاشیه کې. معمولا لیکوالان مهم ټکي له متن څخه راوباسي. دا ټول وکاروئ او تر څنګ یې د معلوماتو لیست کول د ژر یادولو او پوهیدو لپاره تر ټولو ښه لار ده.

نهم: د تمریناتي آزموینو لپاره یاداښتونه برابر کړئ: له خپل ځان سره د تمریناتي ازموینو لپاره نوټونه برابر کړئ. کله چې تاسو یو څه لولئ نو پوهیږئ چې دا به په ازموینه کې څرګند کړم، هغه لاندې د سوال په بڼه ولیکئ. د پاڼې ګڼه هم ورسره یاداشت کړئ.

 

د دې کلیدي سوالونو یو لیست جوړ کړئ او د آزمویني د تیاري لپاره له ځان څخه سره تمریناتي ازموینه سفري کړئ.

لسم: په داسي حال کې مطالعه وکړئ چې طبیعت مو جوړ وي: کله چې مو طبیعت جوړ وي نو تر ډیره وخته مطالعه کولای شئ او تر ډیره وخته کولای شئ چې مطالعې ته کینئ. کله چې له مطالعې ستړي شئ نو په ځان فشار مه راوړئ، کوچنئ تفریح واخلئ. په یوه ښه او ډاډه ځای کې کینئ نو په دې به قادر شئ چې په ښه ډول ډیره مطالعه وکړئ.