څنګه کولای شو ښه اخلاق خپل کړو

ژباړه: انــــدیال ســاپی

د لاندينيو لارو کولاى شو چې له ښو اخلاقو برخمن شو

(۱) کوښښ او زيار:

د ښو اخلاقو ترلاسه کولو لپاره زيار ډېر اړين دی، ځکه ښه اخلاق يو ډول روغتيا ده چې انسان ته پرته له کوښښه نه حاصليږي، الله تعالی فرمايي:(( وَالَّذِينَ جٰهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ)). العنكبوت: ٦٩

ژباړه: كوم كسان چې زموږ د خوښۍ او د دين د جاري کولو لپاره زيار باسي مونږ هغو ته به مونږ خپله لاری ور وښایو او يقينا الله تعالی دنېکوکارانو ملګری دي.

څوک چې د ښو اخلاقو د ترلاسه کولو او ناوړه اخلاقو څخه د ځان ساتلو لپاره زيار باسي لوی خير به ومومي، او له خپور شوی شر څخه به خوندی شي، ښه اخلاق لکه مخکې چې مو ورته اشاره وکړه په دوه ډوله دي يو فطري دي او بل اکتسابي چې په کوښښ او زیار مينځ ته راځي ، او د کوښښ دا معنی نه ده چې دوه درې ځل به د خپل نفس په اړه زیار باسي، بلکې انسان به تر مرګه پوری د نفس سره مبارزه کوي، ځکه زيار عبادت دی.

الله تعالی فرمايي:(( وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتّٰى يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ)). الحجر: ٩٩

ژباړه: تر هغی د خپل رب بندګي كوه چې تر څو تاته مرګ راشي.

(۲) د ځان سره محاسبه کول:

دا کار د خپل نفس په نيوکه او ځان سره په حساب ترسره کيږي، کله چې نفس د ناوړه اخلاقو مرتکب شي هغه دې ته اړ کړي تر څو دوهم ځل لپاره هغه کار ته ورستون نشي، سره له دې چې په ناوړه کار ورته تکليف او په ښه کار کولو ورته راحت ورکړي.

که چرته ښه کار وکړي بايد سکون ورکړي او تر څه وخته يې په همدغو خويونو پرېږدي او که چرته بد کار وکړي بايد له جديتوب څخه کار واخلي او خپل نفس له ناوړه کارونو څخه منع کړي.

خو د نفس سره په حساب کې ډېره زياته مبالغه هم نه ده پکار ځکه دا کار د نفس د تنګستيا لامل ګرځي.

ابن المقفع وايي: “نفس ته دې داسې عادت ورکړه چې د خير پلټونکی شي که چرته ته دا کار وکړې نو د هر لوري به تاته خير داسې راځي لکه څنګه چې اوبه ښکته ځای ته د لويدو کوښښ کوي”.

(۳) د ښو اخلاقو د اغیز(ښیګړو) په اړه فکر کول:

د شيانو د ګټو پېژندنه او د هغو د ښو پايلو مخې ته ايښودنه دهغه د کولو ستر لامل ګرځي.

کله چې انسان ته يو کار ستونزمن شي بايد ښېګڼې يې رايادې کړي چې د صبر په نتېجه کې مينځ ته راځي ، دغه مهال د انسان نفس نرميږي او په ورين تندي ددغه کار کولو ته غاړه ږدي.

کله چې انسان ښو اخلاقو ته لېواله وي او په دې پوهه شي چې اخلاق تر هر څه لومړی هغه څه دي چې انسان يې بايد ترلاسه کړي او يو ستر غنيمت يې وګڼي نو ترلاسه کول ورته اسان شي.

(۴) د ناوړه اخلاقو پايلو ته کتل:

د ناوړه اخلاقو په اړه فکر کول په دې ډول چې هغه د انسان لپاره تلپاتې اندېښنې ، افسوس او پښېماني څخه بل څه مينځ ته نه راوړي ، د خلکو په زړونو کې کينه پيدا کوي.

دا کار انسان اړ باسي چې د ناوړه اخلاقو څخه ځان وژغوري او ښه اخلاق ترلاسه کړي.

(۵) صبر کول:

صبر د اخلاقو هغه اساس دی چې ښه اخلاق ورباندې ولاړ دي، صبر هر انسان ﺯغملو، د غوسې تېرولو، له بدۍ ځان ژغورلو، نرمي اختيارولو او د تېزۍ پرېښودلو ته اړ باسي.

يو شاعر وايي:

وقل من جد في أمر تطلبه … واستصحب الصبر إلا فاز بالظفر

ژباړه: ډېر کم خلک په هغه کار کې کوښښ کوي چې غواړي يې ، مګر که صبر ورسره ملګری کړي کامياب به شي.

***************

مأخذ: ناوړه اخلاق- بیلګې- لاملونه- درملنه

لیکنه: محمد بن ابراهیم الحمد