څنګه کولای شو یو نامتو سوداګر شو؟

ښایي تاسو هم خپل ژوند کې ډیر شمیر نامتو او بریالي کسان لیدلي او یا هم په اړه يې اوریدلي وي. ښایي ځینې کسان ستاسو لپاره خورا بریالي او آیډیال کسان ګرځیدلي وي. دا کسان ښايي په ځینو خاصو برخو کې بریالي او په هماغه ځانګړې برخه کې یې ځان د بریالي او نامتو کس تر بریده رسولای وي. همدارنګه په کاروباري نړۍ کې هم ګن شمیر بریالي او نامتو سوداګر شته؛ چې په ټولنه او نړۍ کې یې خپل نوم د خلکو تر ژبو رسولای دي.

په معمول ډول بریا هغه وخت ترلاسه کیږي؛ کله چې په پوره مانا سمبال او هر اړخیزه آزادي او واک وي. د خوند خبره خو دا ده؛ چې شخصي کاروبار تاسو ته د آزادۍ او ځواکمنتیا حس او واک درکوي، په دې سره کولای شئ چې خپل د خوښې کاروبار پیل او د پرمختګ ننداره یې وکړئ. بریالي کاروباریان د خپلو فکرونو، هیلو او کاروباري انګیزو لپاره کولای شي آزادانه تصمیم ونیسي او خپل خوبونه په ریښتیا بدل کړی.

بریالي کسان هیڅکله هم له بریا، پوهې، تدبر او شهرت سره نه دې زیږیدلي؛ بلکې د بریا او شهرت لپاره يې دوامداره مبارزه او نه ستړي کیدونکې هڅې کړي او د همدغو هڅو په پایله کې نن بریالي کسان او د نورو کسانو لپاره آیډیال دي.

که چیرې تاسو هم غواړئ یو بریالی او نامتو سوداګر شئ او د خپل ځان ورهاخوا د خپلې کورنۍ، ټولنې او نړۍ لپاره نامتو او آیډیال کس وګرځئ؛ نو دا ناشونې نه ده. دا چې تاسو د دې لیکنې په لوستلو پیل وکړ او دا چې (څنګه کولای شو یو نامتو سوداګر شو؟) پوښتنې جذب کړئ، دا په دې معنا چې تاسو د دې هوډ او وړتیا لری ترڅو یو نامتو سوداګر او په خپل ژوند کې د نړۍ لپاره یو بریالی او آیډیال کس شی، او دا په ریښتیا هم ستاسو لپاره غوره پیل دی.

دا چې هر څه یو خاص سیستم، اساساتو او اصولو ته اړتیا لري؛ همدارنګه اړیو د غوره سوداګر جوړیدو لپاره لاندې ټکې، اصول او اساسات په ځان کې تر روزلو وروسته عملا پلي کړو:

۱. د قوي ارادې درلودل:

د سوداګرۍ او  کاروبار نړۍ ته ننوتل او پکې مخ پر وړاندې تلل له ګڼ شمیر ستونزو او خنډونو سره مل مزل دی. که چیرې غواړۍ  سوداګرۍ نړۍ ته د ننه شئ نو اړیاست خپل ټول ځواک راټول او د ستونزو پر وړاندې ترې ګټه پورته کړئ. یو بریالی سوداګر تل د قوي ارادې درلودونکی وي. قوي اراده یعنې کله چې ټوله نړۍ ستاسو پر وړاندې خنډ شي او تاسو ته د ماتې او تسلیمیدلو خبرې کوي؛ خو تاسو خپل مزل او ګامونه له پخوا هم ځواکمن او ګړندې کړئ.

۲. د پراخې حوصلې درلودل:

د یو بریالي سوداګر جوړیدو لپاره اړیاست د ټنبلۍ او آرام ژوند څخه لاس واخلئ. اړیاست د خپلو کاروباري موخو ترلاسه کولو په موخه هره ورځ په ساعتونو، ساعتونو کار وکړئ. اړیاست د ګڼ شمیر ننګونو لپاره پوره چمتو والی ولرئ او د خپلې بریا او کاروبار لپاره مو اوسنۍ آرامتیا او سهولتونه قربانې کړئ.

۳. خطرونه ومنئ:

د معمول سره سم هر څوک کوښښ کوي له ستونزو او خطرونو لري واوسي. خو د یو بریالي سوداګر جوړیدو لپاره اړیاست ګڼ شمیر خطرونو ته غاړه کیږدۍ. په یاد ولرئ خطرونه او ستونزي تل نوې فرصتونه زیږوي. د علمي اړخه هم د اقتصاد په علم کې یو اصل دا بیانوې؛ چې ډیر خطر منل، ډیره ګټه راوړي. خو تر ټولو اړینه دا چې؛ هڅه وکړئ پر دې ځان پوه او مطمین کړئ کوم کار ته چې تاسو د خطر منلو هوډ کړئ، آیا دا په ريښتیا هم تاسو لپاره او ستاسو بریا لپاره خورا اړین دی او که نه؟.

۴. په ځان د باور درلودل:

که چیرې تاسو خپله په خپل ځان باور نه لری؛ نو له بل چا به څه تمه لری. د یو بریالي سوداګر جوړیدو لپاره اړیاست ځان په دې پوه او مطمئن کړئ چې تاسو د غوره کارونو کولو تر ټولو ښه وړتیا لری او دا چې کولای شئ هرڅه تر بل هر چا ښه مدیریت، کنټرول او ترسره کړئ. ستاسو باور پر خپل ځان ستاسو د غوروالي او ځواکمنتیا ریښتینې هینداره ده او ستاسو بریا تضمیني کوي. په یاد ولری؛ خلک تل د هغو رهبرانو پلوي کوي؛ کوم چې تل پر خپل ځان باوري او غښتلي ښکاري.

۵. ویره مو ورکه کړئ:

ویره د ګڼ شمیر فعالیتونو د دریدلو او ختمولو پیلامه ده. یو بریالی سوداګر تل په اړینو او جدي تصمیم نیولو کې د چټکې تصمیم نیونې ځواکمنتیا لري او نه غواړې د خپلې ویرې له مخې فرصتونه له لاسه ورکړي.

۶. د غوره کاروباري شریکانو ټاکل:

بریالی سوداګر هیڅکله هم په یوازې نه دی بریالی شوی؛ بلکې د بریالي سوداګر تر شا تل یو بریالی کاروباري ټیم شتون لري. هڅه وکړئ د کاري ټیم غړي مو داسې کسان وي چې ستاسو لپاره د قدر وړ او تاسو سره د ګڼ شمیر مشترکو موخو، خاصیتونو او عاداتو درلودونکي وي. دیوې علمي او څیړنیزې سروې له مخې هغه سوداګر چې حد اقل د یو کاروباري شریک درلودونکی وي؛ د هغه سوداګر په پرتله چې په یوازې یې کاروبار پیل کړئ ۲۷.۵ سلنه بریالي دی.

۷. عملا لاس په کار شئ:

په دوبۍ کې میشت ځوان امریکایي بیلیونر سوداګر د (څنګه کولای شو بریالی سوداګر شو؟) پوښتنې ته په ځواب کې داسې وویل: عملا لاس په کارشئ، عملا لاس په کار شئ او بس یوازې عملا لاس په کار شئ. د راتلونکې تخمینې بریا او ماتې په هکله پلان جوړونه، د مالي بودیجې په هکله فکر کول او اوږدمهاله کاروباري لیدنې کول څه ستونزمنه خبر نده، هغه څه چې اړین دي یوازې او یوازې عملا لاس په کار کیدل او د پلان د لومړنۍ مرحلې پلي کول دي.

۸. اړیکې، اړیکې، اړیکې:

اړیکې د انسان په ژوند کې تر ټولو اړینې دې. ښه ملګري درلودل تل ستاسو د بریالې او روښاته راتلونکې وړاندوینه کوي. د یوبریالي سوداګر جوړیدو لپاره اړیاست تل اړیکې جوړې، کنټرول او وپالئ. بریالي کاروباریان تل تر هر څه زیات اړیکو ته ارزښت ورکوي. د سوداګرو، پیرودونکو، پلورونکو او ګڼ شمیر نورو مسلکې او غیر مسلکې کسانو سره اړیکې درلودل او جوړول د کاروبار په پراختیا کې بنسټيز رول لوبوي او د یو بریالي سوداګر جوړیدلو لپاره لار هواره وي.

۹. ورزش کول:

کله چې د خپل ځان خیال نه شئ ساتی؛ نو څنګه شونې ده دومره لوی کاروبار کنټرول او وچلوئ؟. بریالی سوداګر تل د کاروباري ژوند ترڅنګ خپل ځان او صحت ته ارزښت ورکوي. هڅه وکړئ د کاروباری او مسلکي ژوند او بوختیاوو تر څنګ ورزش کول، د ملګرو سره وخت تیرول، ټلویزیونې ډرامې کتل او خپلې کورنۍ ته وخت ورکول مو د ورځنیو چارو برخه وګرځوئ.

۱۰. زده کړې وکړئ:

دا چې کاروبار کول او بریالی سوداګر جوړیدل تر ډیره بریده په کومې خاصي رشتې پورې تړاو نه لري، او دا چې ډیری کسان د پوهنتون نه لوستلو او د بیزنس اړوند زده کړو د نه شتون سره- سره بیا هم بریالی کاروبار لري؛ خو د مسلکي او بیزنس اړوند زده کړو شتون ستاسو بریا چټکه، تضمینې او په کاروبار کې مو د ماتې بیلانس را ټیټوي. نو په دې توګه که چیري غواړئ یو غوره او مسلکي سوداګر شئ؛ ښه به دا وي تر څو د بیزنس اړوند زده کړې ترلاسه کړئ.

–  د BBA, MBA  او یا هم بیزنس اړوند پوهنځیو لوستل.

ـ  د بیزنس اړوند علمي کنفرانسونو، سیمینارونو او ورکشاپونو کې ګډون کول.

–  د بیزنس اړوند ګڼ شمیر کتابونو او لیکنو لوستل.

–  په لنډ مهاله او یا هم اوږدمهاله کاري زده کړو (Internships) کې  ګډون کول.

ـ  د یو مسلکې او په کارپوه لارښود درلودل.

دې او دې ته ورته نورې داسې کړنې چې وکولای شي ستاسو کاروباري پوهه لوړه کړي ستاسو په بریا کې مرکزي رول لري.

۱۱. د پیسو سپمول:

دا چې اوس مو د کاروبار پیلولو او بریالي سوداګر جوړیدلو هوډ کړئ، اړیاست د کاروباري پلانونو او سټراتيژیانو ورهاخوا د پیسو د سپما او مدیریت په هکله هم سوچ وکړئ؛ ترڅو د کاروبار پیل کولو پر مهال د مالي پلوه ونه ګواښل شئ.

۱۲. د شخصي مهارتونو لوړول:

بریالی سوداګر تل د نویو څیزونو د زده کړې په هکله فکر کوي. هڅه وکړئ د اړیکو ټینګولو، خلکو ته د خبرو کولو، لیکلو، نوې ژبې زده کولو، نوې ټکنالوژئ کارولو، رهبریت او مدیریت فن زده کولو او نورو ګڼ شمیر مهارتونو ترلاسه کولو، ودې او لا ښه والي هڅې مو دوامداره وساتئ.

لیکوال: حکمت الله نظري