څنګه کولای چې ښه مطالعه وکړو

 

که چیرته تاسې غواړي د امتحان لپاره یو څه زده کړی، مګر په دی نه پوهیږی چې څنګه یی زده کړي، نو لاندیني ساده مرحلي پلې کړي،  انشاءالله ستاسو له ښي مطالعي او زده کړي سره به مرسته وکړي.

– 1 د مطالعی لپاره د یو ښه او مناسب محیط برابرول

یو میز او یا میز ته  ورته شي چی پراخه ساحه ولری د مطالعی لپاره وکاروي. همدارنګه د مطالعي په ساحه کې د کافی روښنایی شتون ضروری دي،

ځکه روښنایی ددی سبب کیږی چی وکولای شی هغه څه چی غواړی مطالعه کړی په درست ډول ووینی.له دی نه علاوه د مطالعي محیط باید آرام وي، ځکه د مطالعي په اطاق کې د بل څه شتون (د بیلګی په ډول: تلویزیون، رادیو، د کورنی کوم غړی او نورو موجودیت) ممکن ددی سبب شی چی تاسی په دقیق ډول مطالعه و نه کړي.

– 2 د خپلی زده کړی په ډول ځان پوه کړي

دا مهمه ده چې وپوهیږی، آیا تاسي یی د لیدلو له لاری زده کوي، او یا خپل نوټ د روښانه کونکی قلم په واسطه روښانه کوی او بیا مو مطالعه شروع کوي. که چیرته تاسی شفاهی زده کونکی یاست، نو ضرورت لری چی په لوړ اواز یی ولولی. که چیری تاسی یو جنبشي (ځاي په ځای خوځیدونکي) زده کونکی یاستي، نو ممکنه ده همدغه عمل ته ضرورت ولری چې یوی او بلی یا شا او مخ خوا ته ځان وخوځوی او زده کړی ته مو دوام ورکړي. ستاسو د مطالعی سټایل (ډول) په حقیقت کی ستاسو د کامیابه زده کړی یوه برخه ده. ځکه که تاسی د خپل مطالعی په ډول پوه او هغه تعقیب کړي نو په لږ وخت او آسانه ډول به ډیر څه زده کړي.

-3د مطالعی په وخت کی وقفه واخلی

د شلو (20) دقیقو لپاره مطالعه وکړی او بیا د لسو (10) دقیقو لپاره وقفه واخلی، او په دي ډول مو معلومات په ورو ورو زیات او غني کړي. دا یوه ازمایل شوي او صحیح د زده کړی لاره ده. کله مو چې طبیعت خراب وي، نو وقفه وکړي، صرف هغه څه مو چې زده کړې دي ښه یی تمرین کړی، او بیا وروسته له هغه مطالعه شروع کړي. ځکه تکرار د ښی مطالعی کلې او د بشپړ جوړیدو وسیله ده.

4- خپله پوهه مو وآزمویی

په هغه څه چې غوښتل مو زده یی کړي مطمئین او باورې شوي، نو د کورنی له کوم غړی یا ملګری څخه غوښتنه وکړي چی په زده شویو معلوماتو کی امتحان در څخه واخلې، او یا که دا شونی نه وي نو بیا خپل ځان پخپله آزمیښت کړي پداسی حال کی چې نوټ او یا کتاب مو بند وي. کله مو چې امتحان خلاص شو، نو د دوهم ځل لپاره مو خپل یاداشت او یا کتاب پرانیزی او د امتحان ځوابونه مو ورسره مقایسه کړي تر څو درته معلومه شي چې څنګه امتحان مو ورکړي. آیا ټول سوالونو ته مو په صحیح ډول ځواب ویلي ده؟ که ځواب مو هو وې، نو مخکی لاړ شی او مطالعی ته مو دوام ورکړي، او که زیاتره ځوابونه مو غلط  وي، نو تاسی یو څه تکرارې مطالعی  ته ضرورت لری.

5-  د بیړی یا زر زده کړی څخه ډډه وکړي

زیاتر زده کونکې په بیړه زده کړه نشی کولای. ځکه اکثره خلک څو ورځو ته اړتیا لري چی لومړی خپل نوټونه تکرار او بیا سوکه سوکه یو څه زده کړی. بیړه مه کوی، حتی که په منظم ډول مطالعه هم کولای شې، ځکه په مطالعه کې له بیړی کولو څخه سمي پایلی نشی تر لاسه کولای.

6-  ځان پوه کړي چی څه زده کول غواړي او د کوم مقصد لپاره

په لومړنې قدم کې د اضافه معلوماتو د لاسته راوړنی لپاره مشخص کتابونه پیدا او د هغې څخه ځان ته یاداشت واخلي. اوس محال د کتاب په عوض د انټرنیټ استعمال ډیر معمول ده،  ولي صرف د باوري انټرنیټی سرچینو څخه باید معلومات را ټول کړي.

7- پخپل ځان باندي یقینی او باوری اوسي

مخکی له زده کړي او مطالعی تر ټولو اړین شی پخپل ځان باور درلودل دي. د تل لپاره داسی فکر وکړي چې زه د هر کار د کولو توانایی لرم او هیڅ شي ناشوني ندي.

8- زحمت وباسه

پرته له کوم معلوم مقصد څخه مطالعه مه کوي. که چیری تاسی په حقیقې ډول غواړي چی د قطار په سر کې واوسیږی، نو آرامه مه کښینی او په لومړي قدم خپل ځان تمرین او غښتلی کړي، ترڅو یو ښه زده کونکی درځنی جوړ شي . ورسته مو خپله سویه په لوړه کچه امتحان کړي.

9-  یو معلوم هدف باید ولري

بعضی وروڼه او خویندي ممکن د چا په سپارښتنه، فشار راولړلو او یا هم د وخت د تیرولو لپاره مطالعه وکړي. په ژوند کې همیشه یو معلوم هدف ځانته وټاکې، او زیار وباسی چې خپل هدف ته د ښي او ګټوري مطالعی له لاري ځان ورسوي.

10- متوجه او لیواله اوسیږي

هغه څه ته چې غواړي مطالعه یی کړي، متوجه او لیواله اوسیږی. په داسی وخت مطالعه مه کوي چې کله تلویزیون، سندرو، ژغ ډبلي (راډیو) ته غوږ یاست او یا هم کوم مزاحمت موجود وي چې فکر مو له مطالعه څخه اړوی. همدارنګه د مطالعی په دوران کې له خوراک کولو څخه په کلکه ډډه وکړي. که چیرته مو خوراک ته اړتیا وي، مخکی او یا وروسته له مطالعی یی وکړي.

11-  د اړتیا په وخت کې مرسته وغواړي

که چیري د مطالعه په وخت کې په کوم څه نه پوهیږی، نو د بل چا څخه مرسته وغواړي.

12- د مطالعی لپاره یو مهال ویش وټاکي

د هري ورځي لپاره یو مهال ویش (تقسیم اوقات) برابر کړی، ترڅو د هر مضمون یا موضوع لپاره معلوم وخت ولري.

16-  زیاتی اوبه وڅښي

کله چې مطالعه کوي نو زیاتی اوبه څښي، ځکه د زیاتو اوبو څښل تاسي بیداره ساتي.

پوهنیار ذکریا شنیزی