څنګه کولی شو په لنډه موده کې یو لنډ داستان ولیکو؟

د یوې لنډې کیسې لیکل د دې سره سره چې ډير ستونزمن دي ولې غیر ممکن هم نه دي.د دې په اړه د ځينو عناصرو او اصولو په پوهیدنې سره کولای شی یوه کیسه ولیکی.خو یو شی مو په یاد وي تاسې اړ نه یاست څه ولیکی،که څه لیکی هغه د دې لپاره لیکی چې غواړی یو څه ولیکی،همدا اوس کولای شی دا کار پیل کړی!

څنګه کولای شو یو لنډ داستان ولیکو؟

ټول په دې پوهیږي چې د لنډې کیسې لیکل دومره ساده کار نه دی.لنډه کیسه هک لکه نمایشنامه او شعر د تخیلي ادبیاتو یوه برخه ده چې د ویونکو پر احساساتو تاثیر کولای شي.له کومه ځایه چې لنډه کیسه د لیکونکي انځورونه ده،نو باید د خپلې ژبې څخه په هنري توګه کارواخلي ترڅو وکولای شي په بشري تجربو او لاسته راوړنو دلالت وکړي.څنګه یو لنډ او ښه داستان ولیکو؟ کوم ټکي باید په پام کې ولرو ترڅو یو ښه لنډ داستان ولیکو؟ دلته دې ټولو پوښتنو ته یو لنډ ځواب ویل شوی دی.

۱ـــ ولولی

ویل د هر هغه چا لپاره چې غواړي لیکوال شي اړین دي.د یو لنډ داستان د لیکلو لپاره باید په لومړي سر کې د نورو لنډ داستانونه ولولی.د نورو داستان لوستل نه یوازې تاسو ته دا انګیزه درکوي چې څنګه داستان ولیکی بلکه دا هم در زده کوي چې داستان لیکونکي څنګه داستان لیکي ترڅو په نورو تاثیر وکړي.او هم کولای شی چې د دې لیکونکي د سبک څخه د خپل بنسټ لپاره کار واخلی.

۲ـــ الهام واخلی

د تجربې لرونکی یو لیکوال دې ته اړنه دی چې الهام واخلي ځکه د ده افکار او خیالونه په طبیعي ډول روان دي او دا ورته بس ده چې دی کولای شي جوړې شوې کلیمې د کاغذ پر مخ روانې کړي.خو نوي لیکوال باید د الهام څخه برخه من ويالهام نه یوازې ستساو سره مرسته کوي چې لومړنی پاراګراف مو څنګه ولیکی بلکه مرسته درسره کوي ترڅو تر پایه لاړشی.الهام مو کیدای شي یو ځانګړی شی او یا شخص وي، او یا داسې یوه پيښه وي چې نه شی کولای هیره یې کړی.

۳ــ داستان په خپل ذهن کې مجسم کړی

د هغه څه په اړه فکر وکړی د کوم په اړه چې غواړی د ویونکو سره خبرې وکړی.د بیلګې په ډول غواړی د دوه تنو په اړه چې په بل مین شوي دي غواړی یو څه ولیکی.هغه دواړه کسان څه ډول وو؟ د هغو کوم شی تاسو ته په زړه پورې وو چې غواړی ویونکو ته یې ولیږدوی؟ په دې اړه فکر وکړی او د هغو  نورو اړوندو موضوعګانو په اړه چز غواړی یې د دې لیکنې سره یې وتړی فکر وکړی.د بیلګې په ډول د نجیلی مور او پلار د نجیلی د دې اړیکې سره موافق نه دي.نو دا مور او پلار یې څنګه خلک دي؟ د دې لپاره چې دا دوه تنه د خپلې مینې څخه لرې کړي دوی څه کارونه کوي؟ د دې پوښتنې پيداکول کیدای شي یاد شوي توکي د داستان د پيل لپاره ډير په زړه پورې مواد وي.تاسو د دې ځای څخه کولای شی د هغه څه په اړه چې فکر یې کوی وکولای شی یو څه ولیکی.

۴ـــ صحنې را ټولې کړی

د دې لپاره چې د مخکې تیرې شوې کیسې سره مو لیکنه څه اړخ ولګوي نو ښه به دا وي چې د دې کیسې ځينې صحنې  را ټولې کړی د داستان احتمالي شخصیتونه او په دې کیسه کې اصلي پيښې سره جلا کړی.دا اړینه نه ده چې په دې داستان کې د هر چا په اړه بشپړ معلومات وي ځکه کیدای شي دا لړ لیک یوازې یوه طرحه وي د هغه څه لپاره چې تاسو یې غواړی.

۵ـــ د خپل لیدلوري زاویه مو وټاکی

دا کیسه څنګه او د چا لخوا وړاندې کیږي،ځکه دا د یوې لنډې کیسې لپاره ډير اړین وي.دا لیدلوری کولای شي په ډير شدت سره کولای شي د کیسې حس او حال ته تغیر ورکړي.نو د دې لپاره چې په دې کیسه کې خپل لیدلوری وټاکی غور پرې وکړی.د دې مرحلې لپاره چې هر لید لوری ټاکۍ باید د کیسې تر پایه پورې هغه ته پابند و اوسی او تغیر ورته ور نکړی.

۶ــــ شخصیتونه جوړ کړی

د یوې لنډې کیسې لپاره باید حد اقل درې شخصیته جوړ کړی.د اصلي کارکونکو او کریکټورنو شتون په ډيره کچه کولای شي کیسه تیته او پرکه کړي او هم یې ستړې کونکې کړي ځکه هر نوی کس کولای شي د کیسې لپاره یو نوی بعد، نوې موخه او مفکوره ولري. شخصیتونه نه باید چې قوي کسان وي.هر شخص باید د هغه د ځانګړتیاوو سره سم وي او د خپل شخصیت مطابق رول ولوبوي.هغوی په عین حال کې باوري او په پټ وي.

۷ـــ یوه ښه مقدمه جوړه کړی

کله چې ټول شین جوړ او طرحه ریزي شول، لومړی پاراګراف په ډير سرعت سره ولیکی.صحنې را تاو کړ او د شخصیتونو پيژندګلوي مو وکړی.دا صحنې ټولې باید ډيرې واضح وي ځکه تر څو وکولای شی تاسو یې درک کړای شی ترڅو وکولای شی د هغو واضحو انځورونو څخه چې تاسې یې په خپل زړه کې ولری وکولای شی ډير ښه یې استعمال کړی.باید چې لومړی پرګراف دومره په زړه پورې وي ترڅو وکولای شي ویونکی را کش کړي او دې ته یې اړباسي ترڅو کیسه تر پایه ولولي.خو تر ټولو مهم ټکی دا چې د کیسې مهم ټکی او جزیات په دې ځای کې پټ وساتی ځکه چې د کیسې راز افشا نه شي.

۸ــ یوه ښکلې نقشه طرحه کړی

په لومړي سر کې هغه ستونزمن ټکي او ګواښونه کوم چې اصلي شخصیت(یا شخصیتونو ته) ور سره مخ دي پيدا کړی او بیایې طراحي کړی.بیا په داستان کې ټول ټکي د ځان لپاره اماده کړی ترڅو لوستونکی هڅاند پاتې شي.لکه څنګه چې کیسه پر مخ ځي باید چې پيښې هم ستونزمنې شي او ډيرې یې ستونزمنې کړی.په دې ترتیب به نه یوازې د لوستونکي احساسات د کیسې د لوستنې لپاره را وو پاریږي بلکه کیسه به هم متمرکزه شي.

۹ـــ څه مه وایی بلکه یو څه وښيی

شخصیتونه په کیسه کې د ډایالګونو او د کیسې د پيژندنې مسول دي،لیکونکي ته نه ښايي هغه څه چې د اوریدلو وړ دي په خپله یې ولیکي او یا و وايي(احمد د خپل غوره ملګري محمود له لاسه د خپل ملګري د زوی د تښتونې له امله ډير عصباني وو)خو تاسو داسې و وایی(کله چې محمود د احمد خواته راغی او دی یې په یوه زړه راښکونکې خندا د ځان خواته ور دعوت کړ،احمد په د ننه کې د هغه خیانت له امله چې د ده سره شوی وو ډير دردمن وو،د ډيرې غصې څخه وروسته یې یوه اوږده سا واخیسته او ویې ویل:د دې له امله چې خپله ملګرتیا دې ثابته کړي وي ، خوښ وې)

۱۰ــــ د جوتو فعلونو(کړنو) څخه ګټه پورته کړی

کیسه مو چې څومره د ژوند څخه ډکه وي، هومبره غوره ده.د دې لپاره د مجهولو فعلونو پر ځای به دا ښه وي چې د معلومو فعلونو(کړنو)څخه استفاده وکړی د دې په ځای چې داسې ووایی(ګل د یو ځوان لخوا واخیستل شو)ښه به دا وي چې ووایی(ځوان ګل را پورته کړ).

۱۰ــ خبرې اترې هیرې کړی

د خبرو اترو او ډيالوګونو څخه کار اخیستنه کیسې ته ژوند ور بخښي.د خبرو اترو څخه د ګټې اخیستنې لپاره یوازې د شخصیت د ظاهر لپاره (باندنی برخې) ګټه پورته کړی او د شخصیت هغه هویت مو لوستونکي ته ور ولیږدوی، د بیلګې په ډول که داسې وایاست(هلته لاړ شه) ښه به دا وي چې ووايي(ښځې سړي ته وویل چې هغه ځای ته لاړ شي).

۱۲ــ د لغتونو یوه ټولګه د ځانه سره ولری

یوه ښه مرجع د بیلګې په ډول د لغتونو یوه ښه ټولګخ د کیسې د خلق لپاره حیاتي ارزښت لري.کولای شی د دې ټولګې څخه د لیکلو د ښه والي او د ستاینې لپاره د ښو کلیمو د موندنې لپاره ګټه واخلی.د یوې اوږدې جملې او یا یو اوږد پرګراف په ځای ښه به دا وي چې د لنډې کلیمې او لنډ پرګراف څخه ګټه واخلی.په اغلب ګمان د یوې اوږدې کلیمې او اوږد پرګراف په ځای د یوې لنډې کلیمې او پرګراف استعمال ډير غوره وي.

۱۳ـــ د کیسې پای ډير لنډ کړی

ښه به دا وي چې د کیسې پای لنډ او پيچلی وي.پای مو باید یو وي.منونکی وي خو د وړاندوینې وړ نه وي.ښه داده چې پای د کیسې لنډ وي خو داسې نه چې لوستونکی داسې وانګیري چې ګواکې پښه یې په هوا ده.د کیسې پای مو باید د پيل څخه تر پایه د کیسې ټولې برخې د ځانه سره ولري او ټول پکې شامل وي او وروسره هم غږی وي.

۱۴ــ څو څوځله یې ولولی او سمونه یې وکړی

وروسته تر دې چې کیسه مو پای ته ورسوله، د دې وخت را رسیدلی دی چې اوس یې په سمونه پيل وکړی.په ډيره  ځيرکي خپلې لیکنې ته مراجعه وکړی او څه مو چې لیکلي دي په ډير غوره سره ولولی خپلې جملې، لغتونه او تړنګونه مو چې په دې کیسه کې جوړ کړي دي ولولی او ویې څيړی.لیک نښې، د کلیمو او لغتونو سم استعمال، املا، او ستاینې مو وګوری.هغه کلیمې او حتی پرګرافونه چې د کیسې سره سم نه دي ترې لرې یې کړی.وروسته تر دې مو چې دا کار وکړ لیکنه مو  څو ورځې او حتی څو اونۍ کیدی او بیا ځلې ورته مراجعه وکړی ویې لولی او سمونه یې وکړی.د دې کار په کولو سره څو څو ځله خپله کیسه ولولی او د دې لارې کولای شی چې په کیسه مو ډيرو څيزونو ته پام شي چې کیدای شي په دې وخت کې وو غواړی ډير څه پکې بدل کړی تر څو لیکلې کیسه مو ډيره غوره شي.

۱۵ــ پریږدی چې ملګري مو غلطي په ګوته کړي

دوستان مو دې ته اړ کړی ترڅو ستاسو په کارونو نظر ور کړي.کیدای شي دوی د هغو غلطيو په لیدلو قادر وي کومې چې ستاسو د سترګو څخه پټې دي او یا یې نه شی لیدلی.کیدای شي دوی د داسې کلیمو سره مخامخ شي چې ستاسې ډيرې خوښې وي.نو په دې وخت کې د ېد کلیمو د تغیر او یا حذف لپاره د دې دواړو څخه یوه وټاکی.

کاپي برخلیک