څنګه یو غوره رهبر کېدای شو؟

رهبران په هره برخه کې غواړي چې کامیاب وي، خو اکثره وخت دوی نه پوهېږي چې څنګه غوره او کامیاب رهبر شي؟ تر ټولو لومړنۍ لاره د غوره رهبریت لپاره دا ده چې د رهبریت په ټولو اساساتو پوه شي.

دلته یو څه لارښونې کولای شي چې تاسو د غوره رهبریت پولې ته نژدې کړي، چې دا لارښونې ما د نړۍ په زیاتو نړيوالو ادارو کې تجربه کړي، چې دلته به تشریح شي.

 

١-: خپل کارکونکې وپېژنه:

که تاسو له خپلو کارکوونکو مننه ونه کړئ، او دا کړنه همداسې دوام ولري نو شاید ستاسې اداره پرېږدي او لاړ شي. د امریکا د کارکونکو یوې ادارې د کارکونکو د پرېښودلو یو علت همدا ښودلى دی که دوی څخه مننه او د دوی ستاینه ونه شي نو د ادارې پرېښودلو ته اړ کېږي. نو تاسو ته دا مهمه ده چې تاسو خپل کارکونکي وپېژنئ، چې دوی له کومو ټولنو څخه دي، څه دودونه لري او د همدوی د دودونو او د ادارې د پالېسۍ مطابق د دوی کارونه وستایئ او مننه ورڅخه وکړئ تر څو مو کارکونکي لا غښتلي شي او په پایله کې کار په ښه بڼه ترسره شي.

 

٢-: پر چوکۍ ناسته پرېږدئ:

که غواړې چې کامیاب رهبر شې، نو پر چوکۍ کېناستو څخه ډډه وکړه، او یوازې د ادارې دروازه خلاصه مه پرېږده د فعالیتونو لپاره، بلکې هڅه وکړه چې د ادارې د هرې برخې څخه ليدنه وکړې او د خپلو کارکونکو څخه د کار کولو وخت کې له نژدې وڅارې، له دوی سره د دوی په مشکلاتو خبرې وکړه، مشکلاتو ته يې د پای ټکی کېږده.

 

٣-: حساس اوسه:

زیات خلک په دې عقيده دي چې رهبران پر هر څه پوهېږي او دوی د هر سوال لپاره ځواب لري او د هر مشکل لپاره حل لري، خو زیات کامیاب رهبران هغه دي چې تل حساس وي.

 

٤-: ځان ته د تشویق کونکي او قوي شخص په نظر وګوره:

هره اداره مشکلات لري، چې زیات خلک د همدې مشکلاتو له وجې منفي فکر کوي او ځان ناراحته ګڼي، خو دا همېش په یاد لره، چې ښه فکر پېدا کړه، مثبت فکر پېدا کړه، د هغه څه لپاره د حل لاره پېدا کړه کله چې غلط تمامېږي، چې دا کړنه تاسو د سیالانو د سیالۍ کولو ته هم اماده کوي.

 

٥-: ځان سره فکر وکړه او نورو ته ووایه چې څه فکر کوې:

ما زیات رهبران وکتل چې دوی نورو ته نه وايي چې دوی څه فکر کوي؟ او هڅه کوي چې خودخوا رهبر ووسي. یو ښه رهبر، او رښتينی کامیاب رهبر هغه دی چې څه فکر کوي نورو ته هم ځان وښایي چې د څه په اړه او څه فکر کوي؟ د دوی نظرونو ته اماده اوسه، خو هېڅکله مه غواړه چې په دې بخيل ووسې څه چې یاد لرې نورو ته يې ورسوې، که تاسو بخیل نه شئ نو ستاسو فکر او تجربې به دوی هم یو باوري او پر خپل غږ ډاډه شخص او رهبر جوړ کړي.

 

٦-: له هر کارمند سره اړیکه جوړه کړه:

 

زیات رهبران ښه مدیریت لري، خو د دې لپاره چې مدیریت مو هره برخه کې اعلی وي نو د خپلو کارمندانو سره که هغوى د هر کلتور څخه وي خو په یوه اداره کې يې باید د کورنۍ خاصیت غوره کړي او د یو رهبر په صفت له دوی سره ټينګې اړیکې جوړې کړه. ترڅو د دې اړیکو په نتيجه کې دوی هر ډول ستونزه  پرته له کوم خنډ او ډار تاسو سره شریکه کړي، چې دا کړنې تاسو سره مرسته کوي چې د ادارې اهداف په اسانه ډول لاسته راوړئ.

 

٧-: ویره او ډار شاته پرېږدئ:

که تاسو فکر کوئ چې غوره رهبران ډار نه لري، نو تاسو غلط پوه شوي یاست. دوی ډار او ویره لري چې کوم اړخ او کوم کار انتخاب کړي؟ خو دوی دا ډار او ویره شاته پرېږدي، او له همدې ډار څخه په ګټې اخيستنې استفادې دوی ځکه کامیاب رهبران یادېږي. نو هېڅکله په کاري چاپېریال کې د کار په انتخاب کې ځان ویرې ته مه تسليموئ، بلکې د همدې ډار او ویرې د ختمولو لپاره باید کار وکړئ، چې څه او څه وخت باید وکړم ترڅو دا کاري ویره ختمه کړم؟

 

٨-: ځان په منظم ډول وننګوه:

که تاسو رهبر یاست او یا غواړئ چې غوره رهبر شئ، نو همدا اوس ځان ته چېلنجونه وټاکئ، کار پرې وکړئ، پر خپل باور، مهارت او پرمختګ کې د زیاتولي لپاره ځان چېلنج کړئ، هېڅکله دا فکر مه کوئ چې تاسو مکمل یاست او کوم پرمختګ ته ضرورت نه لرئ. هر کله چې تاسو یو قدم د نوي چېلنج په اړه اخلئ نو د راتلونکې لپاره به یو نوي څه یاد او تجربه کړئ. پر ځای د دې چې تاسو چېلنجونو ته ځان تسلیم کړئ، نو باید تاسو د چېلنجونو سره مینه وکړئ، کار پرې وکړئ چې دا کړنه له تاسو نه یو کامیاب رهبر جوړولی یا نومولی شي.

 

ليکواله: لولي ډېسکل

 

ژباړه: ریاض احمد شېرزاد