څنګه یو پیاوړی کورنی اقتصاد ولرو؟

ژباړه او زیاتونه : عتیق الله فایق

لکه څرنګه چې انسانان په یو ګډ چاپېریال او ټولنه کې ژوند کوي ، د ډېرو فعالیتونو سربېره انسانانو ته اړینه ده چې په خپل کور کې ، همدارنګه کوم ځای کې چې ژوند کوي دخپل دژوند ضرورتونه مهیا ، برابر او یومنظم اقتصادي سیستم رامنځته کړي. لاندې څو مهم ټکي دي چې د کوراقتصاد په جوړلوکې ډېره مرسته کوي .

پسنداز سیستم رامنځته کول

په کورکې دپیاوړي اقتصاد رامنځته کولو لپاره اړینه ده چې پسنداز سیستم رامنځته کړئ که چېرې دخپل عوایدو یوه برخه دپسنداز په شکل ونه ساتل شي نو هېڅکله کورنې اقتصاد نه رامنځته کیږي ، ځکه پسندازسیستم دی چې د ورځنېو چارو لګښتونو ته ځواب ویلای شي نودهرکور لپاره اړینه ده چې دخپلو عوایدو یوه کوچنۍ برخه دپسنداز یا (سیونګ) په شکل ځان سره وساتي .

اقتصادي لارې چارې او مشورې اخیستل

ځیني کورنۍ دخپل کور اقتصاد دپیاوړي کولو له پلوه ناتوانه وي ، نو باید دا ډول کورنۍ دځینو نږدې دوستانو او اقاربو سره کوم چې سالمې او مناسبې مشورې ورکولای شي ، ترې مشورې واخلي .او یاهم دغه ډول کورنېو خلک کولای شي دهغو خلکو څخه مشورې واخلي چې په کورکې دښه سهولتونو او ښه کورني اقتصاد لرونکي وي ، نو مشورې او لارښوونې اخیستل په دې برخه کې له پامه مه غورځوئ.

دکورنۍ غړو ترمنځ دهم غږی ( کورډنېشن) فضا رامنځته کول

دکورنۍ غړو سره باید داسې یو تفاهم او هم غږی فضا رامنځته شي چې دخپل دکور ضرورتونه اولویت بندي کړي ، او دهرضروري توکو اوخدماتو لپاره یو منظم پلان طرحه کړائ شي،چې دا ټول دیو منظم سیستم له لارې دکورنۍ دټولو غړو سره په تفاهم یوه سیستماتیکه طرحه جوړیږي ، او دهغې طرحې او پلان په اساس د خپل دکورهغه محدوده منابع چې په لاس لری ډېرضرورتونه ، او ډېرې غوښتنې پرې رفع کړي.

خپل عاید مطابق لګښت کول

څومره چې مو دعاید کچه لوړيږي ، هغومره مو ورسره دکور لګښت کچه هم لوړیږي ، نو په کومه اندازه چې عاید لری په هما غه کچه لګښت وکړئ ، که چېرې لګښت کې مو کموالې راغی نوپه مستقیم ډول په پسنداز سیستم کې مو زیاتوالی راځي ، نو کوښښ وکړئ چې دخپل دعوایدو سطحې په کتو سره خپل لګښت وسنجوئ.

 

اسراف څخه ځان ساتل

اسراف هغه ناوړه پدیده ده چې د اسلام مبارک دین په قرآنکریم او نبوي احادیثو کې ناروا بلل شوی، نو که هرڅه له اړتیا پرته په مصرف رسیږي،اسراف بلل کیږي ، ځکه الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي، وخورئ وڅښئ خواسراف مکوئ ، کله چې په یوې کورنۍ کې له اړتیا پرته توکي په مصرف رسیږي بې له شکه چې کورني اقتصاد ته زیان رسوي ، که چېرې اسراف څخه ځان وساتئ نو کورنې اقتصاد به مو پیاوړی شي .

متبادله توکو څخه ګټه اخیستل

ځینې وخت دخپل کور اقتصاد دپیاوړي کولو په موخه دمتبادلو توکو څخه ګټه واخلئ دې سره به ستاسو د اړتیا وړ توکو سربېره په ټیټ نرخ توکي هم ترلاسه کړی، دبېلګې په توګه د اوړو پرځای که چېرې تاسو غنمو ته زړه ښه کړی ، کیدای شي د اوړو په پرتله غنم په ارزانه اوټیټ نرخ ترلاسه کړئ، کوښښ وکړئ ځینې وخت دمتبادله توکو څخه هم ګټه واخلئ.

منظم دکارویش سیستم رامنځته کول

دکارویش څخه موخه داده چې دکورنۍ ټولو غړو ته داسې وړ مسولیتونه وسپارل شي چې هغوي دکور په چارو بوخت کړای شي، دبېلګې په توګه څوک دکور لګښت تمویل کړي ، څوک دکور مشري وکړئ ، څوک دکور کالي پریمېنځئ ، او څوک دکور لپاره خوراکي توکي راونیسي داسې نور.. داهغه څه دي چې دکورنۍ ټول غړي احساس دمسولیت ګڼل کیږي ، که چېرې داسې یو کاري ویش سیستم رامېنځته کیږي، کورنې اقتصاد خپل پخپله رونق حالت ته مخه کوي.