څه د جلــوس څه د جلسې څه د غزا شهیدان

مـــونــږ بې هـــنره پښتنو ســره بلا شهـیدان

په میدان ما جنګوي ماله شــــاباسی راکـوي

خو دمیدان په وېش کې نه منې زمــا شهیدان

زه د خپل یو یو ارمان یو یو څلی  ښه پېژنم

په خپلو لاسو مې خښ کړي د وفـــا شهیدان

مونږه د یوه جنګه خبرنشوچې چـــــا وګاټه

مونږه د هـــــره جنګه راغلو د دنیا شهیدان

مونږ د دې دور د فراق په غاړه مړه د تندې

مـــــونږ د دې دور د تاریخ د کربلا شهیدان

خپل پردي کوم یو زورور په کې سر ونه خوړه

دا د کابل شهیدان ښــــکاري په رښتیا شهیدان

چېرته د یوڅلې به پورته شي شغــــله د رڼا

په دې تیارو کې دهیر مه شه د رڼا شهیدان

نن سبا ډیر زورور نه مني  رښتیا خـــبره

مونږه په نن سبا کې واخله خامخا شهیدان