څه ولیکم؟

لیکنه :  شبیراحمد سلیمي

ډېری لیکوالو ته دا یوه ننګونه وي، چې څه ولیکم؟ دا په رښتیا هم لویه پوښته ده، چې څه ولیکم؟ دې پوښتنې ته ځواب ویل ستونزمن کار دی. ځکه ډېری وخت لوی لیکوال له دې پوښتنې سره مخ کېږي؛ چې څه ولیکم. دې پوښتنې ته د ځواب لپاره ډېرې لارې چارې شته؛ خو له بوخت لیکوال څخه ډېری وخت د دې پوښتنې ځواب نه ورکېږي. ځکه چې هغه هڅه کوي او غواړي چې یو څه ولیکي. له هغو لیکوالو ډېری وخت سوژې ورکې شي، چې مطالعه، تجربه او مشاهده نه لري. د لیکلو او د سوژې د پیدا کولو لپاره تر ټول غوره لار مطالعه ده. دا مهمه نه ده، چې ډېر څه لیکې، خو اړینه ده چې څه ولیکې. د لیکوالۍ لپاره دا ډېره اړینه ده، چې تمرین وکړې. او ډېر تمرین د دې سبب کېږي چې یو ښه لیکوال رانه جوړ شي. د ژوند د بلې هرې چارې په شان لیکوال کېدل هم ډېر تمرین ته اړتیا لري. موږ له تمرین کولو هم غوره سوژې راپیدا کولی شو. چې بیا په څه لیکلو کې راسره مرسته کولی شي.

د څه لیکلو لپاره ډېری وخت دا ستونزه هم رامنځته کېږي، چې د لیکلو له ګډوډۍ سره مخ شو ځکه هغه څوک چې ډېر وخت لیکل ونه کړي هڅه کوي، چې ضرور یو څه ولیکي ځکه دا ورته ښه نه ښکاري چې بې سوژې پاتې شي. خو دا هم مناسب کار نه دی، تل انسان د لیکلو او لیکوالۍ لپاره جوړ نه وي. ښایي کله ذهن په ځینو داسې موضوعاتو بوخت وي، چې له لیکلو سره حتا غیر مستقیمه اړیکه هم ونه لري. بوخت لیکوال له دې ستونزې سره نه مخ کېږي. ځکه چې بوخت لیکوال ځان د سوژو په منځ کې حس کوي او د سوژو منځ د مطالعې کول دي، کله چې دا چاره منظمه تر سره شي، نو بیا هله لیکوال قلم راواخلي، د لیکلو لپاره په ذهن کې ګڼ شمېر سوژې ورسره پیدا او په لیکنۍ بڼه یې د کاغذ په مخ راوړلو ته اړ شي.

د څه لیکلو ستونزه هله هم حل کېدی شي، چې د موضوعاتو په اړه عمیق فکر وشي او هر څه ته په بشپړ نظر ونه کتل شي. که هر څه بشپړ ومنو، نو بیا د لیکلو سوژه ورکه شي او د لیکلو سوژې ځان رانه په سلو پردو کې پټ کړي. کله چې انسان په خپل فکر د ځینو موضوعات تل ته ننوځي؛ نو بیا هله ورسره خپل فکر مرسته وکړي. خو د دې کار د کولو وېره کابو کول پکار ده. چې لیکوال باید په بشپړه توګه خپله وېره کابو کړي. نو بیا هله لیکوال سره خپلې ګوتې د ښه سوژې په رامنځته کېدو کې ډېره مرسته وکړي.

د څه لیکلو د ستونزې د حل لپاره دا هم ډېره اړینه ده، چې یوازې دا فکر هم ونه کړې چې لیکل مې باید له هر اړخه بشپړ وي، که یوازې لیکل وکړې ښایي بېرته خپل پخواني حالت ته راشې. خیر دی که هغه لیکل له هر چاسره د شریکولو وړ نه وو. یوازې هڅه دې وشي، چې لیکل وشي؛ بیا به د یوې پاڼې له ډکولو وروسته د څه لیکلو ستونزه هم حل شي.

د څه لیکلو ستونزه بل هغه وخت رامنځته کېږي، چې موږ له لیکلو لرې پاتې شو. کله چې انسان په ژوند کې له هر څه لرې پاتې شي، نو طبیعي خبره ده؛ چې په ذهن کې لومړیتوب نور شیان ونیسي او د ځینو چارو ارزښت ورته کم شي. نو هله وي، چې له کم ارزښت سره علاقه هم وشلېږي. ځیرک لیکوال تل له ځان سره د لیکلو یو منظم مهالوېش لري چې په دې مهالوېش له عمل کولو وروسته د څه لیکلو له ستونزې سره نه مخ کېږي. ځيرک لیکوال له لیکلو سره خپل تار نه پرې کوي دا تار په هغه لینګ پورې تړلی دی، چې ته تل لیکل کوې. نو د دې تار د ټینګښت لپاره اړینه ده، چې لیکل خپل همېشنۍ عادت وګرځو. که په دې عادت ته تل کار وکړو، نو بیا به د څه لیکلو له ستونزې سره هېڅکله مخ نه شو.