څه ډول اغېزناکه مطالعه وکړو؟

ښايي د ښوونځي له زده کونکو او د پوهنتون له محصلینو مو ډېر اورېدلي وي چې وايي، مطالعه کوو خو په ذهن کې مو ځای نه نیسي، خسته کوي مو او زړه مو ورته تنګیږي. یا به مو له ځينو مشرانو هم اورېدلي وي چې وايي، اوس لکه پخوا مطالعه نه شو کولی، خوب را باندې راولي، خسته کوي مو او مطالب مو په ذهن کې نه پاتې کیږي. پوهان وايي چې مطالعه د انسان لپاره تر خوړو هم مهمه ده. دوی ټينګار کوي چې مطالعه په هېڅ صورت بايد له پامه ونه غورځول شي. خو دا چې ولې له مطالعې ډېره ګټه نه شي اخيستل کېدای ځينې لاملونه لري. ښايي تر ټولو لوی لامل يې دا وي چې موږ مطالعه په اصولي بڼه نه کوو. انسانان فطرتاً داسې دي چې هر وخت او په هر عمر کې د مطالعې ظرفیت لري او کولای شي نوي څه زده کړي. اوس پوښتنه دا ده چې د مطالعې اصول کوم دي؟ څه ډول اغېزناکه مطالعه کولی شو؟ او بالاخره څه ډول د مطالعې پر وړاندې پراته خنډونه لرې کولی شو. دلته دا ټولې پوښتنې ځوابوو:

لومړی- په لومړي قدم کې د مطالعې وخت وټاکئ، ښايي له تاسې سره دا پوښتنه وي چې کوم وخت د مطالعې لپاره مناسب دی؟ ځینې وايي، د شپې تر ویده کېدو د مخه ښه مطالعه کيږي او ډېر څه زده کېدای شي، ځینې نور بیا وايي، چې سهار وختي، له خوبه تر راپاڅېدو وروسته د مطالعې لپاره مناسب وخت دی. دا دواړې ډلې د ځانونو لپاره دلایل لري. لومړۍ ډله وايي، چې تر خوب د مخه ځکه ښه مطالعه کيږي چې ترې وروسته سړی ويده کيږي، ذهن په لوستل شویو موضوعاتو تمرکز کوي او داسې لوستل شوي موضوعات ښه زده کېدای شي. دويمه ډله بیا وايي چې سهار وختي ځکه د مطالعې ښه وخت دی چې ذهن ارام وي، استراحت یې کړی وي او په اسانۍ مطالبو ته ځای ور کولی شي. په هر صورت! که سهار وختي درته مطالعه کول ستونزمن وي، نو بيا يې ماخستن تر ټولو غوره وخت دی.

له مطالعې مخکې درانه خواړه مه خورئ، ځکه درانه خواړه خوب درولي، علت يې هم دا دی چې بدن د خوړو په جذبولو بوخت وي، د وینې سیسټم هم په دې حالت کې تر مغز ډېر د خېټې په چارچاپېر بوخت وي. له همدې امله اغېزناکه مطالعه نه شي کېدای.

دويم- که مو وخت لږ وي، یا غواړی چې چټکه مطالعه وکړی او ژر يو مطلب ذهن ته وسپاری نو په ولاړه مطالعه وکړئ. له دې تخنیک څخه هغه مهال ښه ګټه اخیستی شی چې بوخت یاست او یا هم غواړی ژر تر ژره یو مطلب ولولی.

درېيم- تر مطالعې وروسته تر وسې پورې هڅه وکړئ چې فزیکي کارونو ته مو مخه نه شي. استراحت وکړئ، یوه شېبه دمه شئ چې مطالب مو په ذهن کې کښېني.

څلورم- که ممکنه وي مطالب په لوړ اواز ولولئ. په لوړ اواز مطالعه مو د مطالعې چټکتیا اغېزمنوي خو ګټه یې دا ده چې ډېر څه مو په یاد کې پاتې کیږي. په لوړ اواز د مطالعې ګټه دا ده چې خپل اواز بېرته اوری او په دې سره مو د ذهن هغه برخه چې د اورېدلو مسوولیت لري هم فعالېږي او دوه حسونه مو پر زده کړه بوختيږي.

پنځم- که امکان ولري او د مطالعې لپاره غږيز او انځوريز وسايل ولری، نو پوه شی چې اورېدل او لیدل تر لوستلو په زده کړو ډېر اغېز لري او مطالب مو په ښه توګه په ذهن کې کښېني.

شپږم- استراحت ته وخت ورکړئ، ځکه پرله پسې او اوږدمهاله مطالعه مو خسته کوي. دا ډول مطالعه د دې لامل ګرځي چې ډېر مسایل مو په ذهن کې پاتي نه شي. د دې ستونزې د هواري لپاره د هر یو ساعت مطالعې لپاره له لسو تر پنځلسو دقیقو پورې استراحت وکړئ او وروسته بيا مطالعه پيل کړئ. د دې تخنیک یوه مهمه ګټه دا ده چې کله هم تاسې دوباره مطالعې ته ځی نو د موضوع اړوند درسره یو بېل فکر پیدا شوی وي او همدا فکر بيا د موضوعاتو په زده کړه کې درسره مرسته کوي.

اووم- په منظم ډول یو ځانګړی ورزش وکړئ. که درانه ورزشي تمرینونه نه شی کولی کوچني هغه وکړئ. پخوانیو ښه خبره کړې، وايي سلیم عقل په سالم بدن کې دی. ورزش هېڅکله مه هېروئ. پیاده تګ او یا هم په بایسکېل سفر کولی شي په ژوند کې د ورزش تشه ډکه کړي.

اتم- که په پوهنتون، ښوونځي او یا هم د زده کړې کوم بل پروګرام کې یاست نو د هرې ورځې لوست، ټولګي ته تر تلو مخکې يو ځل ولولئ. ځکه د لېکچر په لړ کې درته کومه پوښتنه نه پاتې کيږي او د دې وړتيا مومئ، چې مطالب په ښه ډول زده کړی. د ازموينو په ورځو کې په يوه سرسري مرور سره دغه ټول موضوعات بیا ستاسو ذهن ته درځي. دا تخنيک د مطالعې لپاره خورا ګټور ثابت شوی دی. تاسو یې هم وازمویئ.

نهم- که استاد، روزونکی یا هم ویناوال یاست او غواړئ لېکچر ته تیاری ونیسی نو یو ځل ټول مطالب چمتو کړئ، وروسته د هېندارې مخې ته ودرېږی او لېکچر پیل کړئ، داسې به مو موضوعات په ذهن کې ښه کښېني او لېکچر يا وينا به درته اسانه شي. په دې تخنيک سره خپل حرکات او سکنات هم ارزولی شی چې دا چاره هم په خپل وار سره د مطالبو په زده کولو کې درسره مرسته کولی شي.

لسم- که غواړی چې ګروپي مطالعه وکړی (هغه چې محصلين او زده کوونکي يې کوي)، نو هڅه وکړئ چې د ډلې غړي مو تر دريو کسانو ډېر نه شي او ورسره سم د مطالعې لپاره ارامه، هوسا او روښانه کوټه يا زرغونه سيمه غوره کړئ.

يوولسم- د ستړيا په حالت کې هېڅکله مطالعه مه کوئ، ځکه په دې حالت کې مو ذهن ښه کار نه کوي، مطالب په ښه ډول ذهن ته نه سپارل کيږي او دا چاره بيا د دې سبب کيږي چې له مطالعې مو زړه تور شي.

دولسم- که د کمپیوټر له مخې مطالعه کوی نو هڅه وکړئ چې سم ورته کښېنی، ځکه د کمپيوټر مطالعه د ملا په ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ لوړوي. که په کمپيوټر کې ليکنې کوی، نو خپله ليکنه ژر ژر ثبتوئ، ځکه ښايي د کمپيوټر چارج مو ختم شي او ليکنه مو له منځه ولاړه شي.

ديارلسم- د لیکلو او لوستلو پرمهال هڅه وکړئ چې د لمر وړانګې مو پر چپه اوږه راشي او د لیکلو پر مهال مو ګوتې په تکلیف نه کړي. دا چاره مو د لیکلو په چټکتیا هم اغېز کوي او لا یې چټکوي.

څوارلسم- په موټر کې د سفر پر مهال مطالعه مه کوئ، ځکه په دې حالت کې مو سترګې په مطالبو تمرکز نه شي کولی چې له امله یې نه یوازې خسته کیږی بلکې په اوږد مهال کې مو د سترګو دید هم کمېږي.

کاپي