چهارشنبه , 15 مې 2024

څه ډول د خلکو زړونه خپل کړو؟

موږ ټول هڅه کوو چې د خلکو زړونه وګټو او د هغوی په زړه کې ځان ته ځای پيدا کړو.

خو دا کار څنګه وکړو؟! ډېری خلک خپل ځان تر نورو هغو مهم او لوړ ښيي. دوی کله دا کار قصدي، خو ډېر کله په غیر شعوري ډول کوي. دوی تل د خپل ځان په اړه غږېږي.

دغه ډول خلک هېڅکله هم نه شي کولای د نورو زړه لاس ته راوړي. که دا عادت تاسې هم لری، نو په پرېښودلو کې يې ځنډ مه کوئ.

هیڅوک هم نه غواړي چې له داسې یو انسان سره ملګرتیا وکړي چې هغه ته یوازې ځان مهم وي.

په هر څه کې له نورو د مخکې کېدو هڅه مه کوئ. پرېږدئ چې ځینې شېبې ستاسې د دوستانو په ګټه وڅرخيږي او هغوی خوند ترې واخلي. خپل ملګري وهڅوئ. که ستاسې یو ملګری په ازموینه کې له ۱۰ څخه ۶ نمرې اخلي؛ مبارکي ورکړئ او ويې هڅوئ، زړه یې مه ماتوئ. هڅه وکړئ چې له ملګرو او خلکو سره رښتيني واوسئ.

هر وخت صادقانه چلند وکړئ. په هره خبره کې دروغ جوړول، د خبرو بدلول او د هر شي په اړه شک کول، بد عادتونه دي.

کاپي…