څه ډول له دری ګونو ذهنونو ګټه واخلو؟

په یاد لری چې تاسو یو بالقوه نابغه او د یو میلیون مغزي سلولونو درلودونکي یاست، چې هر یو یې بیا له شلو زرو زیاتو نورو سره اړیکه لري او تاسو د دې ظرفیت درکوی چې په ډېره لوړه سطحه فکر وکړی. د دومره لوړ فکر په درلودلو سره خوښه ستاسو ده، چې له خپل فکر څخه مثبته ګټه اخلی او که منفي. د هوښیار ذهن په وسیله کولی شی هغه څه چې غواړی ځان ورته ورسوی.

که موخه لری، لومړی یې پر کاغذ ولیکئ او له هغه وروسته یې خپل نیمه هوښیار ذهن ته وسپارئ. دا کار د دې لامل کېږي چې تاسو خپل مافوق هوښیار ذهن پر کار واچوی او ګټه ترې واخلی. کله چې تاسو پر دې باندې باور وکړی، چې ستاسو مافوق هوښیار ذهن ۲۴ ساعته کار کوي او هر هغه څه چې غواړی ورته رسېدای شی، نو پوه شی چې تاسو له خپل کامل ذهن څخه ګټه اخیستې ده. له دری ګونو اذهانو څخه ګټه اخیستل په دې مانا دي، چې تاسو پر خپل لوري د بریا دروازې پرانیستې دي.

حمیدالله حمیدي