څه ډول ماشوم له ذهني فشار وژغورو؟

په ښوونځي کې ډېر کار او د شپې له خوا د ټلوېزيون او کمپیوټر ډېر استعمال کوچنيان له ذهني فشار سره مخ کوي.

ډاکټرانو تر يوې نوې څېړنې وروسته ویلي چې ذهني فشار په کوچنيانو کې د سر درد د پیدا کېدو لامل کېږي.

د دې لپاره چې په کوچنيانو کې د سر درد ستونزه ختمه شي، بايد له ذهني فشاره لرې وساتل شي او د دې لپاره په کار ده چې په ښوونځيو کې ورته د تفريح او لوبو ډېر فرصتونه برابر شي، دا کار کولای شي هغوی له ذهني فشاره وساتي.

ډاکټران سپارښتنه کوي چې د ټلوېزيون په کتو او د کمپيوټر په استعمال کې کمی هم په دې برخه کې مرسته کوي چې په وينا یې دا کار د يو کوچني په روغتيا کې مهمه ونډه لري.

د ټلوېزیون ډېر لیدل د نورو ستونزو تر څنګ د سترګو د ديد د کمزورتيا سبب کېږي او د اورېدو پر قوې هم ناوړه اغېز کوي، د غږ ککړتیا رامنځته کوي او اعصاب تر اغېزې لاندې نيسي.

د ماشومانو لپاره بايد د ټلوېزيون پروګرامونه مشخص شي چې هغوی هر ډول پروګرامونه ونه ګوري؛ ځکه چې دا د ماشوم په روزنه کې هم ناوړه او منفي اغېز پرېباسي.

 

ژباړه: الهام