څه ډول په آزموینه کې ښې نمري اخیستي شو؟

زمونږ په ټولنه کې یوه لویه ستونزه دا ده، چې معمولا محصیلین نشي کولاي په آزموینه کې ښي نمري تر لاسه کړي. او په خپله پارچه ښه ډاډه هم وي؛ خو بیا به یې هم په زړه کې ویره وي؛ چې آیا زه به وکولاي شم چې پوره نمري تر لاسه کړم؟ او تل مو محصیلین لدې ځوریږي او وایې: زه تل پوښتني هم سمي حل کوم، او نشم کولاي چې ښي نمري تر لاسه کړم؛ او ډیري وخت خپله دا ستونزه نشي پیدا کولاي. چې ولي زه نه شم کولاي ښي نمري تر لاسه کړم؟ زمونږ د هېواد په پوهنتونو او ښوونځیو کې داسي استعدادونه شته، چې کولاي شي له ښوونکی نه په ډیرې اساني سره پوره او یا هم د قناعت وړ نمري تر لاسه کړي.

خو مونږ داسي محصیلین هم لرو، چې پرته له کومه دلیله به یې آزموینه کې کمي نمري اخیستي وي. او په خپله ستونزه به پوهیږي نه چې ولي مې کمي نمري اخیستي دی؟ او همداسي یې پریږدي؛ او اصلا په زړه کې یې نه وي چې دا ستونزه خپله حل کړي. خو دا یوه لویه ستونزه ده باید چې ټول محصیلین ددې ستونزي د حل لپاره دا لاندي څو ټکي په نظر کې ونیسئ.

ددې لپاره چې په آزموینه کې ښي نمري تر لاسه کړی، او د ځوابونو په پاڼه مو ډاډمن اوسی نو هیله ده چې دا یو څو لاري عملي کړئ.

۱ – تل هڅه وکړئ، چې که کتاب وي که چپټر، په ډیر دقیق ډول یې ولولئ. ځکه لومړي کار ددې لپاره چې ښه پارچه حل کړی. ښه او دقیق درس ویل دي که چيري ښه سم او دقیق درس ولولئ نو هیڅ ستونزه به د ښو نمرو په اخیستلو کي درته جوړه نشي. خو بیا هم باید بعضي ټکي په نظر کي ونیسئ.

۲ – کله چې د آزمویني صحني ته ور داخل شوي، نو هڅه وکړئ آرامه اوسئ او د آزمویني په اړه حتي فکر هم ونکړي. او داسي ځای د ځان لپاره وټاکئ چې هلته لږ هوا وچلیږي، ځاي مو داسي نه وي چې تاسي هلته پتنګ وي، او دې ناراحتي احساس وکړی. د آزمویني پاڼه مو د راحت ځاي د پیدا کولو له پاره یوي او بلي خواته ښوروي. تل آرامه او د پارچې د ایښودلو لپاره مناسب ځاي پیدا کړئ؛ چې دا بي ځایه ښوریدل مو بیا د امتحان په صحنه کې په ذهن بد تاثیر کوي. او دا تاثیر مو کولاي شي لاسونه په لړزه راولي، او سم خط بیا نه شي لیکي. او که چیري مو خط خراب وي نو بیا له ښوونکی نه د ښو نمرو هیله مه کوئ.

۴ – او هڅه وکړئ، پارچه د وخت په موجودیت سره داسي خط کشي کړي؛ چې د پوښتنو او ځوابونو ځایونه مو پکي بیل وي. او خط کشي یې هم باید ډیره منظمه وې، په داسي رنګ وي چې ډیر اثر يې په پارچه کې پاتې نشي چې که یې اثر ډیر پاتې شې نو بیا مو د پارچي ښایست له منځه وړي. دي ښایست ته مو د ښوونکي توجو جلبیږي او دا توجه د ښو نمرو اخیستل به يې پایله وي.

۵ – تل مو باید په پارچه کې روښانه او ښکلی خط ولیکئ، تل پاکه او صفا پارچه حل کوئ، تر څو مو د ښوونکی زړه په پارچه کيني او کله مو چې د ښوونکی ستاسي خط خوښ شي نو که تر لسو مو نمري کمي هم وي، هغه مرسته درسره کوي. او تل دا په یاد ولرئ چې ډیري ښوونکي ښکلی خط ته ګوري او د هغه چا چې خط ښکلی وي تل ورته سمي او د هغه په زړه جوړي نمري ورکوي.

۶ – او هڅه وکړئ، چې د خط لیکلو په وخت کې مو د کلمو تر منځ په یوه ټاکلي اندازه فاصله ورکړئ، تر څو مو خط په ډیر اساني سره ولوستل شي او ښوونکی ته کومه سکتګي پکي پیدا نشی ځکه هغه ښوونکی ناراحته کوي او تاسي پوهیږي ښوونکی چې ناراحته شي بیا څه کوي. او که مو زده وي تل دا هڅه وکړئ، چې لیک نښي په پارچه کې مراعت کړئ ځکه چې هغه مو د ځواب ویل ښوونکی ته اسانه کوي او ښوونکی مو چې څومره په اساني او پرته له کومه زحمته پارچه وګوري هغومره په اساني نمري هم درکولي شي.

۷ – ښوونکي په لنډو ټکو کې یو لوی رانغاړلي ځواب ته ښي نمري ورکوي. طبعي ده چې د آزموینو په شپو او ورځو کې ښوونکو باندې د پارچو کتلو فشار زیات وي، تاسي هم هڅه وکړئ، تر څو مو ځوابونه په لنډو لنډو جملو کې راټول کړئ. چې د ښوونکی توجو خپلي پارچې ته جذب کړي. که چيري مو ځواب اوږد وي او ښوونکی یې د ډیر ویلو حوصله نلري او تر څو چې اصلي مطلب ته راځي او اصلي ځواب به مو د پاڼې او یا هم د د ځواب په اخیر کې ليکلي وي خو ښوونکی به یې تر هغه ځایه ونه لولئ او ځواب به مو غلط کړي.

۸ – تل د پارچې په حل کولو کې او د ځواب په لیکلو کې له اضافه تشریح نه په کلکه ډډه وکړئ. زیاتره ښوونکي له اضافه تشریح نه بد وړي او که په پوښتنه کې بې ځایه تشریح وویني ځواب مو غلطوي. تل هڅه وکړئ، هغه څه چې کتاب کې دي هم ورته ډیر په ساده او روانو الفاظو په پاڼه کې ولیکي.

۹ – تل دا هڅه وکړئ، د ښوونکی د پارچې کتلو د قلم په رنګ په پارچه کې څه ونه لیکئ؛ ځکه ډیري ښوونکي له دې نه بده وړي چې دده د ملاحظي په قلم تا په پارچه کې څه لیکلي وي. هڅه وکړئ، چې هیڅ وخت هم په پارچه کې معمولا په سره قلم لیکل ونکړئ.

تل مو پارچه په دوو رنګونو قلم حل کړئ، یعني پوښتني او ځوابونه په دوو بیلابیلو رنګونو باندي ولیکئ. ځکه چې یو خو به مو پارچه ښکلي ښکاري بل دا چې استاد مو د پارچې ښکلا ته هم ډیر ګوري.

سلیمي نړيوال