څه ډول ښه عادتونه خپل کړو!؟

لیکنه : سید الرحمان

بنجامین فرانکلېن وايي، زه ځکه بریالي یم چې بریالي عادتونه مې د ورځني ژوند برخه دي. پوهان وايي، هغه وخت بریالي او د لاسته راوړنو وړ یاست چې ښه عادتونه مو د ورځني ژوند برخه وګرځي او د اړتیا پر مهال درڅخه بې اختیاره صادر شي. ډېر کله به داسې شوي وي چې کوم عادت مو خوښ شوی وي او له ځان سره مو تصمیم نیولی وي چې باید تاسو هم هغه عادت خپل کړی، خو له څو ورځو یا اونۍ وروسته وینی چې هغه مو له یاده وتی دی. د بېلګې په توګه، کله چې له ځان سره پرېکړه کوی چې باید انګلیسي ژبه زده کړی، ځکه اړتیا ورته لری او ضروري ده؛ نو احساساتي کيږی، کتاب پلورنځي ته ورځی، د انګليسې ژبې د زده کړې کتابونه او نور مواد پېری. کورس ته ورځی او هلته هم نومليکنه کوی. په همدې ډول یو څو ورځې ښه ګرم یاست، سخت درس وایاست، خو کرار کرار ورته ټنبل کیږی، هڅې مو کمېږي او په پای کې بېخي ورته شا کوی او پرېږدی یې. ډېر خلک دا عادت لري خو اوس خبره دا ده چې دا عادت څنګه په داسې یو عادت بدلېدای شي چې یو کار په دوامدار ډول تعقیب کړو؟ دا کار اسانه دی. پوهان وايي، که غواړی چې يو څه د خپلو ورځنيو عادتونو برخه وګرځوی، نو په کوچنيو برخو يې ووېشئ. مثلاً، د دې پر ځای چې په ورځ کې درې ساعته انګلیسي مطالعه کړی هره ورځ يوازې لس دقيقې دې مطالعې ته ځانګړې کړئ، خو له ځان سره ژمنه وکړئ چې هره ورځ به مطالعه کوی او هره ورځ به لږ تر لږه شپږ انګليسي لغتونه زده کوی. دا کار تر ۴۵ ورځو یا دوو میاشتو پورې و غځوئ، بالاخره به مو د انګليسي لوست ورځنۍ چاره شي. داسې بيا کولی شی چې په تدريج سره مطالعې ته خپل بېل کړی وخت هم ډېر کړی. که ورځنۍ چارې په عادت بدلې شي، نو ترسره کول يې نه يوازې دا چې ستونزمن نه وي، بلکې په زړه پورې هم وي. هارډي د نړۍ له مشهورو پوهانو څخه دی، هغه د دې لپاره چې چارې پر ورځني عادت بدلې شي، لاندې سپارښتنې لري:

  1. عادتونه او موخې مو ولیکئ

ښايي دا خبره درته تکراري وي خو خورا ځواکمنه ده. هېڅ فکر په مغزو کې مه پرېږدئ. د کاغذ پر مخ یې وليکئ. نړیوالو تجربو او مشاهدو ثابته کړې، هغه کسان چې خپلې ټولې موخې، مفکورې او عادتونه ليکي، د هغو کسانو په پرتله ډېر خپلو موخو ته رسېږي چې دا کار نه کوي. برایان ټرېسي وايي، خپلې موخې د کاغذ پر مخ و لیکئ او مخامخ یې په داسې ځای کې وځړوئ چې تل مو تر سترګو لاندې وي؛ ځکه داسې به مو لکه جي پي اېس څاري او که ترې لرې کیږی بېرته به مو خپل مسیر ته راولي. په نړۍ کې ډېر کم خلک لیکلې موخې یا عادتونه لري. د نړۍ شل سلنه خلک موخې لري او په دې شل سلنه خلکو کې هم درې سلنه خلک خپلې موخې ليکي او همدا درې سلنه خلک بريالي هم دي.

  1. چارې په ډله ييزه توګه ترسره کړئ

کله چې یو کار په ډله ييز ډول ترسره کیږي، تداوم یې اسانه وي، علاقه او مینه تر ډېره ژوندۍ ساتي. تاسو به تجربه کړې وي، که له ملګرو سره په ګډه ورزش پیل کړی نو تر میاشتو میاشتو دوام ورکوی. پوهان وايي، که غواړی د کوم کار له دوامه زړه توري نه شی، په شوق او علاقې سره یې ترسره کړی، نو د ترسره کولو لپاره یې د ملګرو یو ګروپ جوړ کړئ او په ډله ييز ډول یې ترسره کړئ.

  1. پلانونو ته مو ژمن اوسئ

په ژوند کې کله ناکله له داسې وضعيت سره مخ کيږو چې نه شو کولی خپلې چارې د معمول په څېر ترسره کړو. له داسې وضعيت سره د مبارزې لپاره بايد پلان داسې جوړ کړو چې په هر ډول حالاتو کې د پلي کېدو وړ وي. د دې لپاره غوره لاره دا ده چې پلان په کوچنيو برخو ووېشل شي. هارډي په خپل کتاب کې په دې اړه ډېر ښه مثال راوړی دی. دی وايي: «د غاښونو وينځل در په ياد کړئ. هره ورځ يوه يا دوې دقيقې وخت دې ته بېلوی چې غاښونه مو برس کړی. که کومه ورځ دا کار و نه کړی، بد احساس لری. نور کارونه هم همداسې در قياس کړئ. که يو کار خپل عادت وګرځوی، نو په هر ډول شرایطو کې به يې کولو ته فرصت ومومئ».

  1. د څو ورځو کار مو يوې ورځې ته مه ساتئ

یو بل ناوړه عادت دا دی چې د يوې يا څو ورځو کار بلې ورځې ته وځنډول شي. که مو پرېکړه کړې وي، چې هره ورځ به مطالعه کوی او بيا يوه ورځ ووایی، چې د نن مطالعه به هم سبا وکړی نو په لوی لاس به ځان په لټۍ اخته کړی. که مو واقعاً د عادتونو بدلون او یا هم د کومې لویې موخې تعقیبولو ته مټې را نغښتې وي، په هېڅ ډول شرایطو کې له هڅو مه په شا کيږئ. برایان ټرېسي وايي: «د هرې ورځې په پیل کې مو کارونه په دوو برخو ووېشئ، یوه برخه یې هغه دي چې لومړیتوب درته لري او موخو ته مو نږدې کوي. دويمه برخه هغه کارونه دي چې لومړیتوبونه نه دي او له موخې مو لرې کوي. هره ورځ له ځان سره همدا دوه ګروپه کارونه په یاد لرئ، هغه کارونه چې په لومړۍ ډلې پورې اړه لري ترسره کړی او دويمه ډله کارونه بېخي مه کوئ.