څه ډول کولای شو پر ځان باور مو پياوړی کړو؟

ژباړه: تمنا غورځنګ

ددې لپاره چې پر ځان مو باور پیاوړی شي، ځینې اصول موجود دي، چې باید پلي شي. په دې لیکنه کې مو پر ځان د باور پیاوړي کولو دوو اصولو ته اشاره کړې ده. نو که غواړئ پر ځان مو باور زیات شي او که یې لری، پیاوړی شي، نو د لیکنې تر پایه را سره اوسی.

لومړی اصل: تېر شوی وخت مو ومنئ او راتلونکې ته هیله من اوسئ .

تاسو بايد په دې پوه شی چې تير مهال ته مو بدلون نشی ورکولای ځکه تېر وخت ستاسو له لاسه وتلی دی او په اړه یې فکر کول هېڅ شی هم نه شي بدلولی. خو له راتلونکې سره تر اوسه نه یاست مخ شوي . راتلونکې یوازې او یوازې ستاسو د فکر زېږنده ده. تاسو باید د تېرې زمانې په لومه کې بند نه شی، خو د تېر وخت له کړنو او تجربو باید زده کړئ او راتلونکې ته هوښیار شی. بايد په ډير هوښياري سره تير وخت په اړه فکر وکړو ، خپل فکر ، وخت او کوښښونه یوازې او یوازې د خپلې راتلونکې د روښنایۍ او بریا لپاره وقف کړئ.

دويم اصل : د خپلو موخو په هکله له ځانه سره خبرې وکړئ .

خپلې موخې په جملو کې ولیکئ او ځان سره يې ولولئ پام مو وي چې ستاسو لیکلې جملې باید مثبته بڼه ولري. موخې بايد ريښتنې او د منلو وړ وي نه دومره لويې وي چې هغې ته لاس رسی ناشونې وي او نه دومره ټيټې او له نظره لويدلې وي چې د لاس ته راوړلو ارزښت ونه لري . د خپل ځان د هر ګړۍ ، ورځې ، اونۍ او مياشت لپاره پر ځای او منل شوي موخې وټاکئ ، د لنډو موخو بريا تاسو د لوړو موخو د لاس ته راوړلو لپاره هڅوي او د هڅونې انګيزه په تاسو کې را ويښوي. هڅه مو باید دا وي چې خپلې موخې په ياد ولرئ او بیا بیا یې له ځان سره تکرار کړئ. داسې چې ستاسو د نیمه هوښیار ذهن برخه وګرځي