ننګرهار کې چاودنې د ننګرهار پوهنتون استاد وواوژه

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی وایي، نن مازیګر شاوخوا پنځه بجې د جلال آباد ښار اتمې ناحیې اړوند د زیبا هوټل ته څېرمه د ننګرهار پوهنتون د ادبياتو پوهنځي رئيس مسعود نیکبخت پر موټر چسپکې ماین چاودنه کړې چې له امله استاد مسعود وژل شوی او د زوی په ګډون یې دوه تنه ټپیان شوي.