څو مهم عبارتونه چې بايد هېڅکله يې په ورځنيو مکالمو کې ونه کاروئ

په ورځنيو چارو کې به هرو مرو په تاسو داسې شېبې راځي، چې کله خوښ او کله به خپه ياست؛ همدا خوښي او خپګان د دې لامل کېږي چې زمونږ د خولې نه د نورو سره د خبرو پر مهال ډول ډول خبرې کښته او پورته شي، چې په حقيقت کې همدغه ساده خو مهمې خبرې زمونږ پر ژوندانه رغنده اغېز پرېښودی شي.

دلته په دې ليکنه مو هغه واړه خو مهم عبارتونو راټول کړي دي چې بايد هېڅکله يې په ورځنيو خبرو اترو او مکالمو کې ونه کاروو:

زما په نظر ستړی/ ناهيلی/ مشوشه يې!

کله چې دفتر، کور او يا هم د ملګرو جمع ته ورځئ او هلته متوجه کېږئ چې يو يا څو کسان خپه دي، په څېرو کې يې خپګان له ورايه ښکاري؛ نو هڅه بايد وشي چې له داسې کلماتو او عبارتونو څخه ډډ وکړئ چې د مقابل لوري احساسات زيانمن وي.

په همداسې حالتونو کې د ( ‌ډېر ستړی ښکارې ) غونډلې له کارولو څخه ډډه وکړئ. دا داسې جملو کارول خوښوونکی نه برېښي او ډېری انسانان په ترينګلو او نامساعدو حالتونو کې نه غواړي جزئیات چاسره شريک کړي.

څومره چاغ/ ډنګر شوی يې!

دا هم يوه هغه جمله ده چې د انسانانو پر روحيې ژور اغېز ښيندلی شي. د وزن ډېرېدل او کمېدل؛ دا په بشپړ ډول يوه شخصي پديده ده. دا سمه ده چې د ځينو سره به شحصي ټوکې لرئ، خو د تجربو په اساس؛ د دا ډول عبارتونو کارولو ډېرو ته خوښوونکي نه دي او اصلا دا مانا ورکوي، چې تاسو مقابل لوري ته واياست: ( نور د پخوا په څېر جذابه نه يې! ) او دا په خپله سره کرښه ده.

د دې پرځای نورې ښې جملې وکاروئ. لکه: ( ته د پخوا په پرتله زړه راښکونکی شوی يې! ).

تل يا هېڅکله!

يوه هغه خطرناکه کليمه چې هر ويناوال يا خبرې کوونکی يې کولی شي وکاروي، هغه د ( تل يا هېڅکله ) دي. زمونږ په شاوخوا کې هېڅ څه بشپړ او مطلق ناقص نه دي؛ نو بيا به ښه نه وي چې د داسې کلماتو په کارولو کې لږ زير واوسو.

دا پورته کلمات خپلو ورځنيو مکالماتو څخه لرې کړئ او پر ځای يې: کله ناکله، په اغلب ګومان، ډېری وخت او ځينو نورو کلماتو څڅه ګټه پورته کړئ.

بريالی اوسې!

په ورځنيو خبرو اترو کې د ( بريالی اوسې ) کارول يو مهم عبارت دی چې کولی شي د هرڅه د پای ټکی واوسي. که تاسو د خبرو په جريان کې د دې عبارت څخه استفاده وکړئ، نو نور کسان به داسې احساس وکړي چې ګواکي تاسو خپلو خبرو ته د پای ټکی ږدئ. که د يو مهم پريکړه لیک يا قرارداد پر مهال دې عبارت څخه ګټه پورته کړئ، نو مقابل لوری به مو داسې احساس وکړي چې ګواکې د قرارداد د دوام څخه پښېمانه شوئ.

پوهېږې زه څوک يم؟

حتی که د خپل اوسني موقيعت، پُست يا مقام د اثباتولو په لټه کې هم ياست، نو توصيه مو دا ده چې؛ د پورته جملې د ويلو څخه ډډه وکړئ!  د خبرو او وينا په لړ کې تر ټولو بده او پوچه خبره همدا ده ( پوهېږې زه څوک يم؟ ).

زما ګناه نه ده / زه پړ نه يم!

په کاري چاپېريال يا ژوندانه کې ښايي د ډېرو ستونزو او تېروتنو سره مخ شئ.

که تاسو د پېښو په جريان کې هم نه ياست نو، هېڅ کله داسې مه ووايئ، چې زه ملامت نه يم. که هغه حتی د يو ګېلاس ماتېدل هم وي. د دې جملې څخه ګټه پورته کول، په ناڅاپي ډول د ټولو پام تاسو ته را اړوي او هرکله چې دا مسئله منځ ته راځي نو حتما به د داستان په يوه برخه کې ستاسو د نوم يادونه کېږي. دا سمه ده چې، تاسو به پړ يا ملامت نه ياست، خو د دې جملې په کارولو سره د نورو پام په قصدي ډول ځان ته مه جلبوئ.

نه يې شم کولی!

نشم کولی او هغه نور کلمات چې منفي دي، د فاعل پر اوږو دروند بار اچوي. د دې جملې په کارولو سره ستاسو مقابل لوري کې داسې حس رامنځ ته کوي؛ چې تل ستاسو د کمزوره ټکو په لټه کې واوسي. ځکه تاسو خپله په دې اعتراف کړی چې د دې کار عهدې نه نشئ وتلی.

يواځې څو دقيقې!

د وروستي ټکي په توګه درته لارښوونه کوو، چې د سولېدلو او ناسمو جملو څخه په ځپل ورځني ژوند کې په جدي ډول ډډه وکړئ. يوازې څو  ثانيې / د يو څو دقيقو نه به ډېر وخت ونه نيسي / ۵ دقيقې صبر وکړئ.

دا پورته هغه جملې دي چې نه يوازې مخاطبينو ته قناعت او سکون نشي ورکولی، بلکې پر تاسو يو ډول فشار هم راوړي. معمولا په داسې شرايطو کې به ستاسو د کار پايله مطلوبه نه وي او يا هم ډېره به کمزوره وي.

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس