څو هيله بښونکې او اغېزناکې لارښوونې

محمد عزيز پردېس

– د شتمن کېدو په اړه دې فکر وکړه. دوستانه اړيکې ډېرې ارزښتمنې دي، وخت ډېر قيمتي دی، روغتيا شتمني ده او مينه خزانه ده. ذهن دې د په زړه پورو او ښکلو خاطرو سره بوخت وساته، ترڅو وشې کولی د پرېشانۍ په مهال ورته رجوع وکړې.

 

– هغه خاطرې دې ياد ته راوله چې ته يې په فکر کولو د ارزښتمنتوب احساس وکړې. هيلو او امېدونو ته دې په زړه کې وده ورکړه، ترڅو وشې کولی په مرسته يې د سبا لپاره منظمه برنامه جوړه کړې.

 

– خوښي دې د خپلو شاوخوا کسانو سره ووېشه. که په خوبونو او هيلو دې پانګه اچونه وکړې، نو ضرر به ونه ګورې. نورو ته مسکا وکړه او پايله يې وګوره چې هغوی دې پر وړاندې څه ډول غبرګون کوي. خپل وخت دې په داسې بڼه تېر کړه چې وروسته بيا پرې پښېمانه نشې.

 

– يوازې پيسې هرڅه نه دي، نور هم ډېر څه شته اړين او ضروري دي. دا په رښتيا هم جالبه ده چې متوجه شو او خپل تېر ژوند ته پاملرنه وکړو او درک کړو چې کومې شتمنۍ مو لاس ته راوړي، د پيسو سره يې هېڅ تړاو نه درلود.

 

– ترټولو بد منتقد مه اوسه، ترټولو غوره جوړېدونکی او متحد واوسه. نقد اسانه دی او نقد بد هم نه دی، خو د نقد ترڅنګ بايد حل لارې هم ولرې. دا ومنه چې ډېر انتقاد کوونکی د هېڅ چا نه خوښېږي.

 

ژباړه: محمد عزيز پردېس