څېړنه: له زده‌کړې وروسته ۱۰ دقيقې ارام د دقيقو جزياتو په يادولو کې مرسته کوي

يوې نوې برتانوۍ څېړنې څرګنده کړې ده، چې د نوي شي له زده کولو وروسته ۱۰ دقيقې ارام کول دماغو کې د دقيقو جزياتو په کېنولو او په راتلونکې کې يې په حاضرولو او وړاندې کولو کې مرسته کوي.

دا څېړنه په برتانوي پوهنتون هيريوت واټ کې ترسره شوې ده او پايلې يې پرون په علمي مجله « Nature Scientific Reports» کې خپرې شوې.

څېړونکو په ډاګه کړې ده چې خوب او حافظه سره تړاو لري، داسې چې غوره خوب دماغو کې د هېرولو مېکانېزم منع کوي او د حافظې يا يادونې ترتيبات اسانوي.

څېړونکو موندلې چې د خوب پر مهال مغزو کې د عصبي ستړتيا نکتې ارامېږي او نرمې پاتې کېږي، چې د دماغو عصبي نرمښت ساتي او په زده‌کړه توان زیاتوي.

څېړونکو له بيديدو پرته د ۱۰ دقيقو لپاره د سترګو پټولو له لارې پر زده‌کړه د ارام اخيستو اغېز څېړلی او د ۲۱ کلونو متوسط عمر لرونکو ۶۰ نرانو او ښځو نه يې غوښتنه کړې، چې ازموينه کې برخه واخلي. د دقيقو جزياتو د په یاد کې پاتې کېدا معلومولو لپاره له هغوی غوښتل شوي، چې د زړو (مخکې ليدل شويو) او نويو (مخکې نه ليدل شويو) انځورونو تر منځ توپير وکړي، څو معلومه شي چې دواړه ډلې په کومه اندازه دقيق توپير ښودلی شي.

څېړونکو ومونده چې هغه وګړي چې انځورونو ته له ليدو وروسته يې ۱۰ دقيقې ارام کړی دی، د نورو هغه په نسبت چې دا ارام يې نه و کړی، د خورا دقيقو توپيرونو پر معرفي کولو وتوانېدل.

کاپي اذان