د ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه انعکاس ته په راستول شوې خبر پاڼه کې راغلي چې افغان ګډو ځواکونو پرون سهار سره رود ولسوالۍ کې د موج سېلاب څلور څپې یولسم نمبر عملیات پېل کړي.
د خبر پاڼې په حواله په دغو عملیاتو کې تر اوسه اووه لوی او واړه کلي تصفیه شوي دي.
د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازي وویل، روان عملیات به تر هغه دوام وکړي، څو د یادې ولسوالۍ ټول شکمن کلي تصفیه شي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر محمد سلیم طوطاخېل وویل د سیمې د ډاډمن امنیت په موخه به د روانو عملیاتو په ترڅ کې د ګډو امنیتي ځواکونو پوستې جوړې او امنیتي ځواکونه به پکې ځای پر ځای شي.