چارواکي وايي د تېرې شپې رامنځته شوې پېښه څېړي

د اچین ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، چې تېره شپه د دې ولسوالۍ پېښې خوړ سیمه کې امنیتي ځواکونو شپنې عملیات کړي چې په پایله کې د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او اته کسان نور امنیتي ځواکونو له ځانه سره ژوندي وړي.

دوی ادعا کوي، چې عملیات صفر دوه قطعې کړي.

په ورته مهال ۰۲ قطعي په خپره کړي اعلامیه کې په یادو عملیاتو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

ولایتي چارواکي وايي، دغه پېښه به وڅیړي.

بشپړ جزیات د خاکسار په راپورکې…