چارواکي: غزني کې د وسله والو د بريدونو د شنډولو خبر ورکوي

سويل ختيځ زون کي د پوځ د تندر قول اردو ویاند ايمل خان مومند نن سهار رسنیو ته وویل، چي تېره ورځ وسله والو طالبانو د غزني ولایت مرکز اړوند د دشت ګېوان او منګور سيمو کې پر افغان ځواکونو بريدونه وکړل، چي وروسته د افغان هوائي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول. مومند وایي په بريدونو کې ۸ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي. نوموړي په دغو امنیتي پېښو کي د افغان ځواکونو د زيان يادونه ونکړه. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.