چارواکي وايي، په تورخم کې يې د قيمتي ډبرو د قاچاق مخه نيولې ده

‏د ننګرهار ولایت رسنيو دفتر: تورخم ښارګوټي کې د ګمرک مسئولينو له لوري يو تن سره په ټيلر ډوله موټر کې دوه کيلو ګرامه قيمتي ډبره، چې غوښتل يې پاکستان ته يې ولېږدوي ونيول شوه.
تورخم کې د صادراتي او وارداتي ممنوعه توکو د قاچاق مخنيوي په برخه کې هڅې جدي شوي دي، چې ښې لاسته راوړنې لري.