چارواکي: ډير ژر به د تورخم – جلال اباد دويم لين سړک پاتې چارې پیل شي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، افغانستان او پاکستان د ټولګټو چارو وزارتونو مسئولينو په تورخم ښارګوټي کې د يوې ناستې په ترڅ کې د تورخم – جلال اباد دويم لين سړک پر جوړيدو خبرې کړي، چې پاکستاني لوري د چارو ژر پېل کېدو ژمنه کړې.

ټاکل شوې، چې ډېر ژر به د FWO شرکت له لوري د ياد سړک پاتې چارې پیل شي.