چاپېریال او د هغه د ککړتیا عوامل

چاپېریال دروغتیا ټول فزیکی، کیمیاوی، اوبیولوژیکي فکتورونه چې د یو وګړي یا شخص څخه بهر دي اوټول هغه اړونده فکتورونه چی کړه وړه اغیزمنوي، څیړې اوپه نښه کوي. د چاپېریال د هغو فکتورونو ارزونه اوکنټرول په بر کې نیسي چې په باالقوه ډول روغتیا اغیزمنوي. اوموخه یې د ناروغۍ  مخنیوی او د روغتیا لپاره د ملاتړکوونکي چاپیریالونو رامنځته کول دي. چې اوس وخت کې د افغانستان د چاپېریال روغتیا د یوشمیر بنسټیزو مسالو سره مخامخ ده لکه د څښلو ناپاکې اوبه،ناکافی حفظ الصحوی اسانتیاوې، د جامدو موادو اوپاتیشونو فضله موادو ناسم تنطیم، کیمیاوي ککړتیا اوملوث کیدنه، خرابه هوا اود سمبالونې، ساتنی (سټورکولو) اولیږد په ټولو پړاونو کې د خوړو غیر صحي اداره اوناوړه صحی دودونه دي .یوه مطالعه چې په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کی ترسره شوې په نښه کوي چې پنڅه کلونو څخه ښکته ماشومانو کی نس ناستې د۳۰.۵  فیصده مړینو لامل ده او ۴۰ فیصده په هغه ماشومانو کی چی ۵-۹ کلونو پورې عمر لري چې دغه  ناخوالې  په یو یا بل ډول د چاپیریال د بد حالت سره تړاو لری. په هیواد کی یوه سروې چې په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې په لاره واچول شوه، دخفګان نښی په ۵۹.۱٪ نارینه او په ۷۳.۱٪ ښځو کی، داندیښنې نښې  په ۵۹٪ نارینه او ۸۳.۱٪ په ښځو کې له پیښط وروسته رواني اختلال نښې په ۲۳.۱٪ نارینه او ۴۸.۳٪ ښځوکی موندل شوې دي یوه بله سروی چی په ۲۰۰۴ زیږدیز کال کې په کډوالو ښځوکی ترسره شوه په ګوته کوي چی ۷۸ فیصده یی په خپګان اخته دی. که دې سروې ته نظر وکړو نوجوته به شي چې په افغانستان کې د امریکا د راتګ نه وروسته د چاپېریال ککړتیا زیاته شوې او د سبب یې هم د دوامدار جنګ شتون او د حکومت نه توجه ده د چاپیریال پاکوالي ته.

چاپېریال ساتنه دالهي احکامو په رڼا کې:

اسلام د چاپېریال او دهغی د ساتنې د بنسټیزو توکو په ملاتړ کې ځانګړي تاکید او سپارښتنې لري اوهغه هم دانسان د خیر اونیکمرغۍ او د اوسني نسل او راتلونکو نسلونو د اړتیاوو د بشپړولو او تامین لپاره .الله (ج) په لومړی سر کې یي پیدایښت (خلقت ) اوهستي سپیڅلې اوله ټولو ککړتیاوو څخه پاک پیدا کړ او انسان ته یی امانت وروسپاره ترڅو خپله هم ترې وخوری او وڅښي اوهم راتلونکو نسلونو لپاره سالمه روغتیا پریږدي او له بې ځایه کارونې اوزورواکۍ څخه ډډه  وکړی او د راتلونکي نسل حقونه تلف نکړي .په اسلام کې د طبیعی زیرموغلطه  کارونه تیری ګڼل شوی اوخورا ډیره غندنه یې شوې. الله (ج) دطبیعي زیرمو څخه د کارونې په برخه کی فرمایي هرڅیز مو پراندازه پیدا کړي . نوهرځیز مقدار او برید (حد) لري اولازمه ده چی په سمه اوسالمه توګه ترې ګټه پورته شي اوله منځه ولاړ نشي، که چیرې سمه اوښه استفاده ترې ونه شوه نودلته ده چې د طبعیت نظم او انسجام به ګډوډ شي او بشر دمخ پرډیریدوونکو مصیبتونو اوستونزو سره مخامخ شي ځکه بیځایه اوبې کچې کارونه طبیعي زیرمې له منځه وړي اوکیدای شي چی راتلونکي نسلونو د حقونو د تلف کیدو لامل شي. ځکه نوطبیعي زیرمې د بشر د نسل لپاره الهي امانت دي چې منځ ته راغلي اودا یوازی د اوسني نسل حق ندی بلکه راتلونکي نسلونه هم په هغه کې برخه اوحق لري اودا یو امانت دی اونه د پخوانیو خلکو میراث اولازمه ده چې امانت پرته له دې چی کوم زیان ووینی په سمه او روغه بڼه راتلونکو نسلونو ته ولیږدول ش.

قران کریم د بقرې سوره په ۲۷ ایت کی فرمایي

ژباړه:هغه کسان چې په ځمکه کې فساد کوي د زیانکونکوڅخه دي .

اوپه بل ځای کې فرمایی

اسراف مه کوی چې الله (ج) اسراف کوونکي نه خوښوي

اسلام پاکوالۍ اونظافت ته خورا ډیر ارزښت ورکوي اوهغه د ایمان د نښو څخه ګڼي.

هغه لاملونه چې د چاپېریال د ککړتیا سبب کیږي :

دچاپېریال هرډول بدلولونه چې د ناوړواغیزو لرونکي  وی د ککړتیا په نوم یادیږي د هواککړتیا په ټوله نړۍ کې یوه ستونزه ده چې اوس وخت  افغانستان کې نوموړې ستونزه په یوه کړکیچ باندې تبدیل شوې ده چې نوموړې ستونزه په لویو ښارونوکې ډیره په نظر باندې رآځي چې انسانان، څاروي اوحتی زرغونې سیمې یې د خطر سره مخامخ کړې دي .د هوا ککړتیا په یوه سیمه کې د نفوس دزیاتیدو سره زیاتیږي او په هغه سیموکې چې هلته صنعتي فابریکې شتون لري نو په هغه سیمو کې د هواککړتیا زیاته وي، چې سبب دانسانانو د روغتیا د خرابوالي کیږی او مختلیفې تنفسي ناروغۍ دهواد ککړتیا له امله منځته راځي .د اتموسفیر په ترکیب کې د زهري ګازونو ډېریدل د ځمکې د کرې د تودوخې د لوړیدو لامل کیږي. د لمر وړانګې ډیره برخه د ځمکې په واسطه باندې جذبیږي مګر یوه لږه کچه یی بیرته فضا ته منعکسیږي. ځمکني ټرانسپورت د هوا د ککړتیا د سترو سرچینو له ډلې څخه په افغانستان او په ځانګړې ډول په کابل کې دی چې د هوا د کیفیت د خرابوالي اود اقلیم د بدلون لامل ګرځیدلۍ اود هغه د غږ څخه هم خلک په تکلیف دي د ګاډو لوګۍ د زهري او سرطان زیږونکي موادو د سترو سرچینو څخه دي . ګاډي په هر کال کی په میلیونونه پونډه زهري اوسرطان زیږونکي مرکبونه لکه نایتروجن اکسایډونه، کاربن مونواکساید او هایدروکاربونونه  لکه بینزین اوفارم الدیهاید تولیدوي. چی دا ټول مرکبونه د خلکو، څارویو او بوټو په روغتیا باندې ناوړه اغیزه لري. چې په اوس وخت کې مونږ وینو چې په  کابل کی تقریبا ۵ میلیونه خلک ژوند کوي او کوم مساحت د کابل چې دی د دومره نفوس د ځای کولو ظرفیت نه  لري او د بله طرفه ګاډي که وګورو د حد نه اضافه شوي دي او اوس هم ورځ په ورځ باندې اضافه کیږي او زیاته برخه د هغه موټرونو ده چی هغه خراب شوي وي  او په زیاته اندازه باندې مضرګازونه تولیدوي اوس ځنګه کولای شو چې د خپل هیواد خا صتآ د کابل هوا کنترول تر ځو وکولای شو چۍ د تنفسي ناروغیو څخه مو مخنیوی کړی وي نو که چیرې لاندې طریقې په نظر کې ونیسو نو مونږ کولای شو چې د خپل هیواد د هوا کیفیت یو ځه کنترول کړو.

هغه ګاډي چې په ډیره اندازه باندې لوګی ،دماشین بخار او ناسوزیدلی تیل فضا ته بهر وباسي باید ودرول شي.

دعامه ټرانسپورت یوفعال سیستم دې رامنځته شي ترځو خلک د شخصی نقلیه وسایطو پر ځای د هغو څخه استفاده وکړي.

۲۴ ساعته بریښنا دې د کابل ټولوښاریانو ته تامین شي اود جنراټورونو کارونه دې بند او منع شي اوس چی ګورو ټولې نادولتي موسسې، سفاروتونه، وزاررتونه اوخصوصي شرکتونه دغټو جنراټورونو څخه استفاده کوي چې د هوا د ککړتیا ستر لامل دی او ټول صنعتي واحدونه دې صنعتي پارکونو ته ولیږدول شي.

اوبل ټول ښاریان دې د نیالګیو کینولو ته متوجه شي او هر ځوک باید خپله مربوطه ساحه کې زرغونې ونې کینوي چې زرغونې ونې د هوا په پاکوالي کې ښه رول لري او ښار هر وګړی باید د مسوولیت احساس وکړي او دوی هر یو باید د ښار په پاکوالي کې رول ولري.

دککړتیا تعریف :

یوه زړه نه راښکونکې وضع ده چۍ په یوه یا بله بڼه د ورځني ژوند د ګډوډی لامل ګرځي ککړتیاوې ډیر ډولونه لري لکه د اوبو،هوا ،خاورې اوغږ ککړتیا چې غږیزې ککړتیا د خشنو غږونو له امله رامنځته کیږي لکه ترافیکي غږ او کله چې یې اندازه د ټاکلي او معیاري کچې  ډیره شي د روحي تشویشاتو، د اوریدو د حس له منځه تګ ، اود وینی د فشار لوړیدو لامل ګرځي اوکله چې یې کچه دDB ۸۰ څخه ډیره شي د بیلابیلو رنګونو څخه استفاده  په عدسیه باندې فشار راوړي. خاوری او دوړې هم اغیزه لرې چې د سترګو څخه د اوبو بهدو، دسترګو درد، ړندوالي اوحتی د سترګې د سرطان لامل ګرځي.

هواککړتیا:

مختلیف عوامل دي چې د هوا د ککړتیا سبب کیږي او په نتیجه کې  په محیط کې د زیاتو مرضونو د خپریدو سبب کیږي.

دهوا د ککړتیا سرچینې :

۱ خوځنده سرچینې (لکه ټرانسپورتي وسایل)

۲ ثابتې سرچینې (فابریکی)

۳  ځایی سرچینې(په یوه  ټاکلي ځای کې قرار لري اود هغې ککړتیا ډیره ځرګنده نه ده مګر د نورو سیمو سره یوځای د ککړتیا لامل کیږی)

سیمه ایزې سرچینې (چې په یو ځای کې د ککړتیا سبب کیږي)

دککړتیا بنسټیزې سرچینې (چې ټول مضر ګازونه چې په یو او بل شکل باندې تولیدیږي او هواته خپریږي)

نوموړي عوامل دي چې د هوا د ککړتیا سبب کیږي چی نوموړي عوامل په هوا کی چې کوم معیاري اندازه د نایتروجن، اکسیجن، سرب،اوزون او کاربن مونواکسایډ اندازې دي چې که چیرې نوموړې اندازې زیاتې شي نو د هوا د ککړتیا سبب کیږي.

لیکنه : احمدشاه راشد