چا چې د الله (ج) لاره وټاکله، هغه تل بریالی دی – له پنده ډکه کیسه

ژباړه: عطا محمد میاخېل

 

یوې یتیمې نجلۍ له خپلې سپین سرې مور سره ژوند کاوه، د تره زوی یې هغې ته مرکه ور ولېږله. مور او لور ومنله، وروسته له دې، چې د تره د کورنۍ ناوې شوه. د تره لور ګانې او د تره ښځه یې خسر خېل شول او د هر ډول ظلم وړ یې ګڼله. هر کله چې نجلۍ د خپلې مور کور ته تلله، نو شکایت یې کاوه او په چیغو چیغو به یې ژړل، مور به یې ورته ویل، چې صبر کوه او له خپلې لور سره به یې ژړل.

 

ډېره موده تېره شوه، تر دې چې مور د مرګ په بستره کې پرېوته، نجلۍ به یې په سر پورې ژړل او ویل به یې، چې زه چاته شکایت وکړم او د خپل زړه درد چاته بیان کړم؟! مور یې ورته وصیت وکړ: دا چې هر وخت خواشینې کېدلې، نو زما کور ته راشه، اودس وکړه او دوه رکعته لمونځ ادا کړه او د خپلو ټولو دردونو کیسه الله (ج) ته وکړه، نجلۍ ژمنه وکړه، چې همداسې به کوي، مور له نړۍ سره د تل له پاره مخه ښه وکړه او په نجلۍ باندې، چې هرکله نړۍ را تنګېدله، نو د خپلې مور کره به تلله، هلته به یې اودس کاوه او دوه رکعته لمونځ به یې ادا کاوه.

 

ډېره موده وروسته خسر ګنۍ یې دې ته متوجه شوله، چې نجلۍ خواشینې ځي او بېرته خوشاله راځي، د هغې خاوند ته یې وویل: ستا مېرمن کوم پټ ملګری لري او د خپلې مور په کور کې له هغه سره لیده کاته کوي. خاوند یې لاړه، د کړکۍ شاته پټ شو او د خپلې ښځې راتګ ته په تمه کېناسته، وې لیدل، چې مېرمن یې راغله، دروازه یې قلف کړه، لاړله اودس یې وکړ، لمونځ یې ادا کړ، په جای نماز کېناسته او خپل لاسونه یې پورته کړل او په ژړا یې داسې ویل: الهي! د خسر ګنۍ په وړاندې زه د خپلې کمزورتیا شکایت تاته کووم، که چېرې ته (ج) په همدې وضعیت کې له ما څخه خوښ او راضي یې، نو زه یې منم او که چېرې ته (ج) هم له ما څخه نا خوښه او نا راضي یې، نو څوک به له ما څخه راضي وي، خاوند ته مې هدایت وکړه؛ هغه ښه سړی دی؛ خو د خپلو خویندو او مور تر اغېزې لاندې راغلی دی.

 

خاوند یې د کړکۍ تر شاه ژړل، د کوټې دروازه یې وټکوله، مېرمنې یې د کوټې دروازه خلاصه کړه، خاوند یې هغه په غېږه کې ونیوله، په وچویلي یې ښکل کړه؛ کور ته یې بوتله، ټول یې را وغوښتل او ستونزه یې له منځه یوړه، ټولو خپله تېروتنه ومنله؛ له هغې څخه یې بښنه وغوښتله او ژمنه یې وکړه، چې نور به دومره هم نه ورته وایي، چې د سترګو د پاسه یې څو وروځي دي.

 

نجلۍ خوب ولیده، چې ورته وویل شول: لس کاله دې خپلې مور ته شکایت وکړ، ستونزه لا پسې زیاته شوه، یوه میاشت دې الله (ج) ته شکایت وکړ، ټولې ستونزې دې له منځه لاړې، تل له خپلو ستونزو څخه الله (ج) ته شکایت وکړئ.