چمن پولې ته څېرمه پر پاکستاني پوځيانو موټربم بريد شوی

 

د چمن د پوليسو مشر عبدالحي بلوڅ رسنيو ته ويلي، چې پر پوځيانو موټربم بريد کې يو تن وژل شوی او شپاړس نور ټپيان دي.

ځايي سرچينې وايي، چې چاودنه موټربم وه او د پوله‌ساتو پوځيانو کاروان يې په نښه کړی دی.

پاکستاني رسنيو د پوځي سرچينو له خولې ليکلي، چې د افغانستان او پاکستان گډې پولې ته څېرمه چمن ښار کې چاودنې کې پوځيانو ته د مرگ ژوبلې وېره شته، خو کره شمېر يې نه دی ښوولی.

د پاکستاني طالبانو «مجلس الابرار» ډلې د دغه بريد مسووليت منلی دی. دغې ډلې تر دې وړاندې هم د يو شمېر بريدونو پړه منلې ده.

چمن ښار د کندهار له سپين بولدک ولسوالۍ سره لگېدلې سيمه ده، چې وخت په وخت کې په کې دواړو غاړو ته بريدونه او چاودنې کېږي.

وړمه ورځ باجوړ او تر هغه تېره ورځ تورخم دروازې ته څېرمه هم چاودنې پاکستاني پوځيانو ته مرگ ژوبله اړولې وه.