چنکي پانډی ته په مړي د ژړا لپاره ۵ لکه روپۍ وړاندیز شوی

په بالي ووډ فلمونو کې د کومیډي اداکارۍ څخه شهرت ترلاسه کوونکي اداکار چنکي پانډی ته په مړي د ژړا لپاره د پنځه لکه روپیو وړاندیز شوی و.

چنکي پانډی د يوې پخوانۍ پېښې په اړه وویل، چې د یو سوداګر په کورنۍ کې مړی شوی و او هغه ورغوښتل شوی و، تر څو سوداګر خلکو ته داسې وښايي، چې د فلمونو په جوړولو کې پېسې لګوي.

چنکي پانډی وايي، هغه ته داسې جالب وړاندیز شوی و، چې بېخي ورته حېرانه پاتې و. ماته ويل شوي و، چې مړي ته به لږ ساعت وژاړي او بیا دې يوې غاړې ته ودرېږم.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې دغه کورنۍ غوښتل هغه خلک، چې دوی ترې پورونه اخیستي، هغوی ته داسې وښايي، چې په فلمونو کې يې پېسې لګولي دي او له دې امله هغوی د پېسو غوښتنه ونکړي.

 

چنکي پانډی وايي، چې دا وړاندیز مې په هماغه وخت کې رد کړ. خو نوموړي دا هم وویل چې بیا يې یو بل اداکار دغه مړي ته لېږلي و، خو هغه د اداکار نوم وانخیست.

کاپي…