چورکین: د حلب په ختیځ کې پوځي عملیات پای ته رسیدلي

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی ویتالي چورکین وایي، د سوریې د حلب ښار په ختیځ کې پوځي عملیات پای ته رسېدلي دي او د سوریې سرتیرو د یادې سیمې پاتې برخه هم له یاغیانو نیولې ده.

په حلب کې میشت خبریالان هم وايي، چې له څه وخت راهیسې په دغه سیمه کې ډزې او بمباریانې هم نه دي شوي.

د روسیې استازی چورکین زیاتوي چې د وسله والو د وتلو لپاره تړون هم شوی دی.

باید ووویل شي چې دا تړون سې شنبه هغه مهال وشو چې د سوریې دولتي ځواکونه او ملګري یې د حلب په ختیځه برخه واکمنېدل.

د تړون له مخې، وسله والو ته له حلب په امن وتلو اجازه ور کړل شوې، خو معلومه نه ده چې دا اجازه هغو ولسي وګړو ته هم شته چې په خپله خوښه له ښار وتل غواړي.