یکشنبه , 28 اپریل 2024

چيناي سوپر کينګ د ۲۰۲۳ کال ای پي اېل اتلولي وګټله

د هند کرکټ غوره ليګ يا ای پي اېل پایلوبه کې چنای سوپر کېنګز لوبډلې ګوجرات ټايټنز ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه او له دې بريا سره يې د ۲۰۲۳ کال ای پي اېل اتلولي وګټله.
چنای د پچې له ګټلو سره مقابلې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. ګجرات د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۴ منډې وکړې. لوبه د دوامدار باران له کبله وځڼدېده او ۱۵ اورو ته راښکته شوه چې له دې سره هدف هم ۱۷۱ منډې ورکړل شو.
په توپ وهنه کې بیا د چنای لپاره ډېون کانوای ۴۷، شېوم ډوبې ۳۲، اجېنکې رهانې ۲۷، روتراج ګايکواډ ۲۶، امبتي رايډو ۱۹ او روېندر جډېجا ۱۵ چټکې منډې وکړې.