چين هم امنیت شورا کې پر شمالي کوریا د نوو بنديزونو ملاتړ وکړ

د ملگرو ملتونو امنيت شورا د شمالي کوريا د باليسټيکي توغنديو د ازموينو له امله پر دغه هېواد نور بنديزونه ولگول او چين هم د پخوا پر خلاف پر شمالي کوریا د بنديزونو ملاتړ وکړ.

د شمالي کوريا د سوداگريو او توليداتو د محدودولو په اړه امنيت شورا د رايو په اتفاق قراداد تصويب کړ.

امنيت شورا کې د متحده ایالتونو استازې نيکې هيلي ويلي، چې  پر شمالي کوریا لگېدلي بنديزونه په اوس وخت کې تر ټولو سخت اقتصادي بنديزونه دي.

د شمالي کوریا ډېری لاسته راوړنې چين ته د کولې، میسو او نورو خامو موادو له صادرولو دي.

د سوداگريزو چارو څارونکي وايي، چې چين ته د شمالي کوریا صادرات د دريو ميلياردو ډالرو په اندازه دي، چې د بنديزونو له امله به يې يو ميلياراد زیانمن شي.

خو شمالي کوریا د امریکا او نړيوالې ټولنې له لوري د بيا بيا بنديزونو سربېره هم خپلو توغنديزو ازموینو ته دوام ورکوي او ورسره امریکا ته هم له گواښونو ډکې څرگندونې کوي.

چین د شمالي کوریا يوازينی متحد هېواد دی، چې په تېرو وختونو کې يې پر شمالي کوریا د بنديزونو مخالفت کاو، خو تېره ورځ يې د امنيت شورا له لوري د نوو بنديزونو ملاتړ وکړ.

امنيت شورا کې د چين سفير ليو جیايي ويلي، چې د نوو بندیزونو معنا همدا کېدای شي، چې نړۍ د شمالي کوریا د اټومي پروگرامونو خلاف يو موټی ده.

نوموړي د امریکا د هغو څرگندونو هرکلی کړی، چې ويلي يې دي، د شمالي کوریا د حکومت نسکورولو او يا هم د شمالي او سویلي کوریا د يو ځای کولو هوډ نه لري.

خو ليو جیايي د روسيې له سفير سره په گډه سويلي کوريا کې د امریکا «تاډ» توغنديو په لگولو او د کوريا په ټاپو کې د امریکايي پوځيانو په مانورو هم نيوکې وکړې او غوښتنه يې وکړه، چې دغه فعاليتونه او د توغنديو لگول دې سمدستي بند شي.