چين کې د چاودنې له امله ۳۱ تنه وژل شوي دي

‏د چین د ینچوان ښار په یوه رسټورانټ کې د ګاز د لیک کېدو له امله چاودنه شوې او ۳۱ کسان پکې وژل شوي دي.
د چين د دولتي خبري اژانس د راپور پر اساس، په دې پېښې کې اووه تنه نور ټپيان شوي، چې روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی.