چين کې زلزلې لسګونوخلکوته مرګ ژوبله اړولې

دچین یوې باوري سرچینې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چي دهمدې هیواد په جنوب لویديځه سیمه کې ویرونکي زلزله شوې چي مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې ده.

په همدې اړه سرچینې زیاتوي چي د چین په جنوب لوېدیځ کې یوې سختې زلزلې د سېلانیانو په ګډون ۱۳ کسان وژلي دي اوتر ۱۷۵ تنويې نورزیات  ټپیان شوي دي.

دبیړنیو پښومسؤلینو ویلي چي د زلزلې ځواک د رېښتر په کچه شپږ عشاریه پنځه اټکل شوی دی،چي خورا ویرونکي وه.

ځايي مسؤلینووايي چي بیړنۍ مرسندویې ځواک رسیدلي چي هغوی کې سیار روغتونونه هم شامل دي چې ټپیان یې ته درملنې لاندې نیولي .