چپرهار او بټي کوټ والسوالیو کې وسلې او مهمات نیول شوي

د ننګرهار ولايت په بټي کوټ او چپرهار ولسواليو کې امنيتي مسئولينو ګڼ شمېر وسلې او مهات ترلاسه کړي دي. د ننګرهار د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې د بټي کوټ ولسوالۍ باريکاب سيمه کې امنيتي منسوبينو د مير زمان په نوم يو تن سره په کرولا موټر کې وسلې او مهات نيولي، چې له کاپيسا ولايت څخه يې بټي کوټ ولسوالۍ ته رالېږدول. په ورته مهال د دې ولايت چپرهار ولسوالۍ اړوندو کې امنيتي مسئولينو درې ميله تومانچې او څلور ميله يو ډزي ټوپکونه ترلاسه کړي دي.