د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ اړوند په غزو کلي او مندوزیو سیمه کې د ولسي تړون اقرا پروګرام له لورې د نږدې د یارلس میلیونه افغانیو په مالي لګښت د هلکانو لپاره د دوو ښوونځیو د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې
د چپرهار ولسوال محمد صدیق دولتزی وایي، په یادو ښوونځیو چې نږدې د یارلس میلیونه افغانیو مالي لګښت راځې چې د دریو میاشتو په موده کې به بشپړي شې چې شپاړس تدریسي خونې تشنابونه د پاکو اوبو څاګاني او اته سوه متره د احاطې دیوال او نور ضروري ملحقات شامل دي.
د یادوني وړه ده چې له دې وړاندې هم د دې ولسوالۍ په بېلا بېلو سیمو کې د یو شمېر ښوونځیو د جوړېدو چارې پیل شوي دي.