چهارشنبه , 15 مې 2024

چپرهار کې د څه باندې ۲۱ ميليونه افغانيو په لګښت د درې ښوونځيو د جوړولو چارې پيل شوې

ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ په ګډل سيمه کې نجونو او هلکانو لپاره د دوو منځنيو ښوونځيو او په مندرخېلو سيمه کې د يوې عالي لېسې د ودانيو جوړولو چارې د څه باندې ۲۱ ميليونه افغانيو په لګښت پيل شوې.

د دغه ښوونځيو چارې، چې د ولسوال محمد صديق دولتزي او قومي مخورو په شتون کې پيل شوې د درېيو مياشتو په موده کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د چپرهار ولسوال محمد صديق دولتزی وايي، چې دغه ښوونځي د اقراء برنامې له خوا په يو پوړ کې جوړيږي، چې شپږ تدريسي خونې، درې تشنابونه او يوه د اوبو څاه لري.

هغه همدا راز زياته کړه، چې د دې ولسوالۍ په مندر خېلو سيمه کې د نږدې لس ميليونه افغانيو په لګښت يوه عالي لېسه په يو پوړ کې جوړيږي، چې د احاطې ديوال، اته درسي خونې، پنځه تشنابونه، د اوبو څاه او نور ملحقات لري.