چینایي بډایه سوداګر افغانستان سره د کرونا ویروس ضد وسایلو مرسته کوي

د چین میلیاردر جک ما ویلي، چې د افغانستان په ګډون ځېنو نورو اسیايي هېوادونو ته سوونه زره ماسکونه او د کرونا ضد نور مواد ورکوي.

د چین بډایه شخص جک ما ویلي چې د افغانستان په ګډون ۹ نورو اسیایي هېوادونو ته به ۸ سوه زره ماسکونه، ۲ سوه زره د کرونا د ویروس ټېسټ کولو الې، ۳۶ زره اړوند جامې او نور اړین وسایل ورکړي. جک ما دا مرسته د افغانستان ترڅنګ د سریلانکا، بنګله دېش، کمبودیا، لاووس، مالدیپ، منګولیا، میانمار (برما) نیپال او پاکستان لپاره اعلان کړې ده. څرګنده نه ده چې د ښاغلي جک له لوري د اعلان شویو وړیا وسایلو څومره به افغانستان ته ورکړل شي. بلې خوا په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتو سفارت ویلي چې د کورونا وایرس د خپرېدا د مخنیوي لپاره به د افغان حکومت زندانونوته ماسکونه، د لاسونو د پاکولو لپاره ځانګړې مایع او د پاکولو نور مواد ورسوي. د عامې روغتیا وزارت تر دې دمه ټول هېواد کې د کرونا ویروس تر شلو زیاتو مثبتو پېښو د ثبتېدو خبره کړې ده