چینای سوپر کینګز لوبډله د ای پي ایل سیالیو اتله شوه

د ۲۰۱۸ کال یو لسم پړاو سیالۍ، چې د اتو لوبډلو ترمنځ شاوخوا دوه میاشتې وړاندې پیل شوې وې د چیناس سوپر کینګز په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

دې لوبه کې چینای لوبډلې د ټاس په ګټلو سره توپ اچونه غوره.

سنرایزرس حیدرآباد لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۷۹ منډو هدف ورکړ.

چینای لوبډلې یاد هدف د شاین واټسن په زړه پورې توپ سره د دوه لوبغاړو په زیان ۱۸،۳ اورونو کې پوره کړ او لوبه یې د ۸ ویکټو او ۹ بالونو په شتون کې وګټله.

شاین واټسن په ۵۷ بالونو د ۸ شپږیزو او ۱۱ څلوریزو په مرسته ۱۱۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

راشد خان خپلو څلور اورونو کې یو میډن تېر کړ؛ ۲۴ منډې یې ورکړې، خو ویکټ یې وانه خیسته.

د سږ کال ای پي ایل سیالیو کې د حیدرآباد لوبډلمشر نیو زیلنډي کین ویلمسن په ۱۷ لوبو کې د ۸ پنځوسیزو په مرسته ۷۳۵ ترټولو زیاتې منډې وکړې او جایزه واخیسته.

د کینګز ایلوین پنجاب لوبغاړي انډریو ټای بیا تر ټولو ښه توپ اچونه وکړه، ده په ۱۴ لوبو کې ۲۴ ویکټې واخیستې او د ډیرو ویکټو اخیستو جایزه یې ترلاسه کړه.

په دې سیالیو کې درې افغان لوبغاړي هم ولوبیدل، چې راشد خان او مجیب الرحمن پکې ښه وځلیدل، خو محمد نبي عیسی خېل ته یواځې دوه لوبو کې وخت ورکړل شوی وو.

راشد خان ۱۷ لوبو کې د ۴۵۸ منډو په ورکولو سره ۲۱ ویکټې واخیستې او دویم نمبر توپ اچونکی شو.

مجیب الرحمن بیا ۱۱ لوبې وکړې او د ۲۸۹ منډو بدل کې یې ۱۴ لوبغاړي وسوځول او ۱۳م مقام کې دی.

دی د لاس د ټپ له امله په پاتې لوبو کې ونه لوبېد او لوبډلې یې پرله پسې ماتې وخوړې.

د یادولو ده، چې تېر کال لسم پړاو سیالیو اتلولي د ممبۍ لوبډلې ګټلې وه.