چین د لومړي ځل داسې بشپړ کمپیوتر جوړ کړی، چې په جیب کې کرځول کیږي.
دا کمپیوتر په وینډوز کمپیوټر(Windowa Computer) سربیره د اینډرویډ(Android) فون په توګه هم استعمالیږي.
دا کوچنی کمپیوټر پینځه اینچه ایچ ډی سکرین 5 inch HD screen لري او له ډیسپلی او پروجیکټر سره هم د ایچ ډی ایم ایی(HDMI) په وسیله وصل کیدلای شی .
چین دغه کمپیوټر ته د ګوګل ون(Google One) نوم ورکړی او بیه یې هم یوازې نهه نوي (۹۹) ډالره ده .
دغه کامپیوټر په وینډوز لس اپرټینګ سیسټم(Window10 operating system) چلیږی او ډیسپلی یعنی سکرین (Screen)هم لری .
دا کوچنی کمپیوتر د یو بشپړ کمپیوتر ټول خصوصیات لري او له یو نیم تر ۲ ساعتونو پورې چارج ساتي.
کمپیوټر د لا ډیرې زخیرې لپاره یو اضافي میموري کارډ هم خوري.
یاد کوچنې کمپیوتر د چین څخه د انترنیت په مرسته په ټوله دنیا کې رانیولی شئ.