چین د افغانانو د خپلواکې پرېکړې درناوی کوي

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، هیواد یې د افغانستان د راتلونکې په اړه د افغانانو د خپلواکې پرېکړې درناوی کوي او پر ټولو ښکېلو سیاسي اړخونو یې غږ کړی چې هیواد او خلکو ته لومړیتوب ورکړي.

همدا راز کابل کې د چین سفیر وانګ یو،  هم د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په حواله ولسمشر محمد اشرف غني ته مبارکي ویلې ده.